لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانګرس غړي روراباکر پاکستان نه مرورو مشرانو ته دخپلې مرستې باور ورکړی


الطاف حسین ، روراباکر اؤ خان اف قلات یو بل سره د ګډو هڅو ژمنه کوي
الطاف حسین ، روراباکر اؤ خان اف قلات یو بل سره د ګډو هڅو ژمنه کوي

په پاکستان کې د یوې ویشل شوې لساني ډلې ایم کیو ایم مشر الطاف حسین په لندن کې دپاکستان مخالف امریکایي کانګرس غړي ډانا روراباکر اؤ دبلوچستان دجلا وطنه مرور مشر خان اف قلات سره لیدلي.

په دغه لیدنه کې الطاف حسین اؤ خان اف قلات ژمنه کړې چې دمهاجرو اؤ بلوچ وګړو د حقونو دپاره به په ګډه مبارزه کوي اؤ ښاغلي روراباکر هغوئ ته باور ورکړی چې امریکایي کانګریس اؤ نورو اړونده مقاماتو کې به دهغوئ دپاره غږ پورته کړي.

الطاف حسین چې د تیرو ۲۶ؤ کالو راهسې په برتانیه کې دجلا وطنۍ ژوند کوي دپاکستان په پوځ پرله پسې تورونه لګوي چې نه یوازې دده دګوند غړي بلکې هر هاغه تن نیسي اؤ وژني چې دپوځ په کړنو نیوکې کوي.

په دغه لیدنه کې الطاف حسین د امریکایي کانګرس غړي ته په کراچۍ اؤ دسندهـ په بیلابیلو بیلو سیمو کې دامنیتي ادارو لخوا د ایم کیو ایم د غړو دنیونو،په هغوئ دتشدد ، بې درکه کولو اؤ دمحکمو نه پشي شا د وژلو دپيښو نه خبر کړی دی.

همدغه شان خان اف قلات هم روراباکر ته په بلوچستان ایالت کې روان وضعیت په ډاګه کړی اؤ ورته یې ویلي چې په دغه ایالت کې استخباراتي شبکې دخپلو حقونو دپاره غږ پورته کوونکی خلک بې درکه کوي، تشدد پرې کوي اؤ په بې رحمۍ سره یې وژني.

د ایم کیو ایم په ویب پاڼه ددغه لیدنې په هکله د ورکړل شوي بیان له مخې روراباکر الطاف حسین ته باور ورکړی چې دغه ټولې خبرې به د امریکا کانګریس اؤ نورو اړونده مقاماتو کې راپورته کړي اؤ هڅه به وکړي چې بلوڅو اؤ مهاجرو سره کیدونکي زیاتي ته د نړۍ پام راوګرځوي.

بیان وایي د کانګرس غړي روراباکر ، الطاف حسین اؤ خان اف قلات په دې صلاح شوي چې راتلونکي کې به هم دغسې غونډو ته دوام ورکړي.

دامریکا کانګریس غړی ډانا روراباکر دپاکستان دپالیسو سخت مخالف ګڼل کیږي اؤ تر دې مهاله هغه په امریکایي کانګریس کې دپاکستان په ضد تر ټولو زیات قراردونه وړاندې کړي دي.

خان اف قلات هم دبلوڅو یو مخوریز سردار دی چې دپاکستان د پوځ دکړنو سره په بلوچستان کې سخت مخالفت لري.

دپرویز مشرف دواکمنۍ په دور کې د بلوچستان د مخور سیاسي مشر نواب اکبر بګټي دپوځ لخوا د وژل کیدو وروسته دخان اف قلات د پاکستان ریاست سره اختلافات زیات شدید شول اؤ په کال۲۰۰۷م م کې د بلوڅو لویې جرګې هغه دهیواد نه بهر ولیږلو چې اوس مهال برتانیا کې سیاسي پناه لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG