لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: وسله وال بريد کې د اېف سي درې سرتيري وژل شوي


راپورونه وايي په واشک کې د ګل يا دوشنبې په ماښام وسله والو د اېف سي په کاروان بريد شوی دی.
راپورونه وايي په واشک کې د ګل يا دوشنبې په ماښام وسله والو د اېف سي په کاروان بريد شوی دی.

د بلوچستان صوبې په واشک ضلع کې د نامالومو وسله والو په بريد کې د ملېشې (اېف سي) ځواک لږ ترلږه درې سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي په واشک کې د ګل يا دوشنبې په ماښام وسله والو د اېف سي په کاروان بريد شوی دی.

پېښه کې ژوبل سرتيري نزدې روغتون ته وړل شوي او بريدګر د موقعې څخه په تېښه کې بريالي شوي دي.

چارواکو ويلي د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات پېل کړي خو د چا د نيولو کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

واشک کې په اېف سي دغه بريد په داسې حال کې شوی چې د جمعې په ورځ د بلوچستان په يوه بله ضلع هرنايي کې د ليويز ځواک ويلي ؤ لس تنه مشکوک وسله وال يې وژلي دي.

د دغو عملياتو په اړه د ليويز چارواکو ويلي ؤ د وژل شوو وسله والو تعلق د بېلتون خوښې لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی.

خو بل لور ته بلوچ ملت پاله ګوند (بلوچ نيشنل مومنټ) په يو بيان کې ويلي، په هرنايي کې ترسره شوؤ عملياتوکې الوتکو هم بمباري کړې ده.
دغه ډلې هم د لسو تنو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي په عملياتو کې په هدف شوؤ کې پينځه ښځې او ماشومان هم شامل وو.
بلوچ نيشنل مومنټ ويلي په عملياتو کې د يارمحمد نومې تن کور په هدف شوی ؤ.

بلوچستان کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو برېدونو سېوا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG