لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته لیږل کیدونکې غیرقانوني پیسې په ترهګرو ډلو مصرف کیږي


Money stacks
Money stacks

په غیرقانوني ډول دپیسو لیږدؤلو ددغو پیسو بیا دترهه ګرۍ دکارول کیدو په هکله دجاري شوي يو فهرست له مخې پاکستان دنړۍ په هاغو وړومبو ۵۰ؤ هېوادنو کښې شامل دی پکې په لویه کچه دغه غیرقانوني پیسې دترهګرو ډلو مالي مرستو دپاره کاروؤل کیږي.

د بيزل انسټي ټيوټ آف گورننس لخوا دجاري شوي دغه نوي فهرست له مخې يو سل شپږ څلويښت هيوادونو ته په غیرقانوني توګه پیسې لیږل کیږي چي پاکستان پکي په شپږڅلويښتم نمبر باندي دې.

دنړۍ کومو لمړو پنځوسو هیوادونو ته چې دهنډۍ یا حوالې په نوم کومې غیرقانوني پیسې لیږل کیږي هغې کې پاکستان هم شامل دی اؤ دلته دغه غیرقانوني پیسې دترهګرو ډلو په فعالیتونو مصرفیږي.

په غیرقانوني پیسو دترهه ګرو ډلو مالي مرستو د پاره د نړۍ په ټولو بدو هیوادونو کې ايران، افغانستان، گنې،تاجکستان، لايوس،موزمبيق، مالي، يوگينډا او کمبوډيا شامل دي.

دپاکستان مرکزي بينک دا دعوه کوي چې د هنډي لاره نيولو دپاره یي يو شمير گامونه پورته کړي خو قانون پوهه نور عالم ايډوکيټ دا گامونه ناکافي ګرځوي اؤ وایي کال ٢٠٠١ نه وروسته د غير قانوني رقم لیږدونه کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وایي پاکستان په دې کښي ناکامه شوی چي دترهه ګرو ډلو دمالي مرستو مخه ونیسي.

ډیوه راډیو ته نورعالم ایډوکیټ ویلي پاکستان کې د هنډۍ لارې نيولو د پاره قانون سازي خو شوې ده خو عمل پرې نه کيږي.

له دې وړاندي دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کښي ويلي وؤ چې پاکستان کښي دهنډۍ په پیسو قابو موندلو کې لویې مشکل دادی چې دلته يو شمير هغه تنظيمونه وجود لري چي ملگرو ملتونو پري بنديز لګولی اؤ ددغو تنظيمونو پاکستان کښي دمرکزونو له وجي ددوي مالي امداد مرستې هم دوامداره دي.

راپور زياتوي پاکستان کښي ډير خلق د ټيکس نه بچ کيدو دپاره د هنډي په ذريعه پیسې لیږي اؤ ددي غير غیرقانونې لارې له وجي هم د ترهګرو ډلو مالي مرسته روانه ده.

پاکستان خپله مني چي ۶۶ ډلي یې لاقانونه گرځولي دي خو اوس هم داسي تنظيمونه نه يواځي خپل مرکزونه په پاکستان کې وجود لري بلکې په نوؤ ، نوؤ نومونو یې خپل فعالیتونه هم روان ساتلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG