لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داخله وزیر:پاکستان کې ځینې ادارې دپارلیمان واک تروړل غواړي


د پاکستان دسينیټ چيرمين هم ويلي وو چې د ادارو لخوا د خپلو اختياراتو دغلط استمال له امله به جمهوريت کمزوری کيزي.
د پاکستان دسينیټ چيرمين هم ويلي وو چې د ادارو لخوا د خپلو اختياراتو دغلط استمال له امله به جمهوريت کمزوری کيزي.

دپاکستان کورنیو چارو وزير احسن اقبال ويلي دپاکستان په ائین کې دهرې ادارې واک،اختیار واضحه دی خو داسې ښکاري چې ځني ادارې دپارليمان حثيت ختمول غواړي،

له دې وړاندې تيره ورځ د پاکستان دسينیټ چيرمين هم ويلي وو چې د ادارو لخوا د خپلو اختياراتو دغلط استمال له امله به جمهوريت کمزوری کيزي.

په پاکستان کې که هرڅو سیاسي ګوندونه اؤ حکومت وخت په وخت په ځینو ادارو د واک دغلط استعمال اؤ د پارلیمان دکمزوري کولو تورونه لګوي خو په ډاګه دهاغو ادارو نومونه نه اخلي .

البته څیړونکي اؤ مطبوعات بیا د سیاسي مشرتابه دغه رقم اشارې دپاکستان طاقتور پوځ اؤ عدلیې پسې منسوب ګڼي.

دکورنیو چارو دوزير احسن اقبال وينا ده داسي ښکاري د پارليمان اختيار ځني ادارې ختمول غواړي اؤ د پارليمان په حق قبضه کول غواړي.

دشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې نوموړي وویل پاکستان کومه یتیم خانه بلکې د ۲۰ کروړه اولس استازې اداره ده اؤ دپاکستان ائین اؤ قانون د همدغه پارلیمان څخه وجود مومي.

هغه زیاته کړې چې ددوي د گوند مشرانو باندي د احتساب مقدمې جوړولو دپاره د احتساب ادارې يا نيب ته يوې اداري ويلي دي چي دا مقدمې درج کړي خو احسن اقبال دا نه ده واضحه کړي چي کومې ادارې په نيب دا فشار راوړی چې دپخواني وزيراعظم نوازشريف پر ضد دې دا مقدمي درج کړي

تيره ورځ د پاکستان سينټ چيرمين رضا رباني هم ويلي وو چي ټول ادارې دي خپل اختيار د دستور ترمخه استعمال کړي اؤ د خپل حد نه د ادارو وتل به جمهوريت دپاره خطر وي.

رضا رباني دا هم ويلي دي که چري حکومت جمهوريت ته وده ورکول غواړي نو پارليمان باید پیاوړی کړي.

په پاکستان کې د عدلیې په امر دپخواني وزیراعظم نوازشریف اقتدار څخه دلرې کیدلو نه وروسته سیاسي ګوندونو اؤ څیړونکو په پوځ اؤ عدلیې خپلې نیوکې زیاتې کړي اؤ‌ وایي دغه دوه ادارې کله هم جمهوریت ودې کولو ته نه پریږدي.

د پاکستان یو مخوریز سیاسي مشر اؤ دپارلیمان پخواني غړي جاوید هاشمي تیرو میاشتو کې تور لګولی ؤ چې په هیواد کې ټول طاقت پوځ اؤ عدلیې پخپلو لاسونو کې نیولی اؤ په دې هیواد کې هیڅوک هم دجج اؤ جرنیل احتساب نه شي کولی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG