لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه : د پښتو ژبې، ادب او کلتور فکري او تخلیقي یون، له ۹/۱۱ وروسته)


د کوټې پښتو اکېډمۍ راجوړ کړي سيمينار کې د افغانستان، روس او د پاکستان د بېلابيلو برخو نه پښتانه ليکوالان، اديبان پوهان ګډون کوي.
د کوټې پښتو اکېډمۍ راجوړ کړي سيمينار کې د افغانستان، روس او د پاکستان د بېلابيلو برخو نه پښتانه ليکوالان، اديبان پوهان ګډون کوي.

په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ د سيوري لاندې (د پښتو ژبې، ادب او کلتور فکري او تخلیقي یون، له ۹/۱۱ وروسته) د عنوان لاندې درې ورځنی سيمينار نن د پنجشنبې په ورځ پېل شوی دی.

د کوټې پښتو اکېډمۍ راجوړ کړي سيمينار کې د افغانستان، روس او د پاکستان د بېلابيلو برخو نه پښتانه ليکوالان، اديبان پوهان ګډون کوي.

د کوټې اکېدمۍ غړی خليل باور وايي د دغه سیمينار راجوړولو مقصد يې، " په هغو موضوعاتو اوکشالو چې پښتو ژبې او کلتور ته راپېښې دي څنګه وکولی شو چې د پښتو ژبې او کلتور خپل اقدار په ځای وساتلی شو".

هغه وويل په سيمينار کې په خصوصي توګه د ۹/۱۱ د پېښو نه وروستو د پښتو ادب او کلتور په بېلابيلو برخو ليکوالان او پوهان مقالې اوروري.

او په دغه لړ کې نن په وړومبۍ ورځ د ۹/۱۱ نه وروستو پښتو ادب کې په

(معاصر پښتو غزل، په پښتو لنډۍ افسانه د روانې شخړې اثرات، پښتو تنز ومزاح معیار او مقدار، پښتنو تکل باندې د ناين الېون اثرات، په اوسماله پښتو ادب کې دزنانو د ادبي ټولنو کردار، د ناين الېون نه وروستو په پښتو اولسي شاعرۍ اثرات، په ټپه کې د ښځو د محرومۍ اثار، په سويلي پښتونخوا کې دناول ارتقا او د ناين الېون نه پس د سندرې په متن کې بدلون) باندې ليکوالانو مقالې وړاندې کړې.

په دغو مقالو کې ليکوالانو پوهانو په دې رڼا واچوله چې د ۹/۱۱ نه وروستو په سيمه کې پښتو د ادب په بېلابيلو صنفونو کوم ډول اغېزې شوي دي.

لکه د بېلګې په توګه په اولسي شاعرۍ يا د سندرې په متن کې داسې بدلون ليدل کيږي، چې د مينې او محبت په ځای پکې ټوپک، د تندروۍ قيصې او سخت دريځي يا هاغه څه راننوتي کوم چې د پښتو ژبې او پښتون کلتور سره هيڅ تړاؤ نه لري او نه يې ورسره وړاندې کومه علاقه پاتې شوې ده.

ليکوالو په خپلو مقالو کې دا هم وويل چې څنګه پښتو ادب يا پښتون کلتور کې دغه ډول څيزونه راننوتل، يا راننويستل شو، کومې نيمګړتياوې وې چې دغه ډول خبرې پکې رامنځته شوې کوم علتونه وو يا د هغې د مخنيوي يا د دغه ځای ډکولو دپاره نور څه کولوته اړتيا لري.

خليل باور وويل دوي د بلوچستان ګورنر او نورو پښتنو سېنېټرانو او د قامي او اسمبليانو ممبرانو ته هم بلنه ورکړې او نن ګورنر محمد خان اڅکزی او ګڼ شمېر سياستوالو هم په سیمينار کې ګډون کړی دی.

ګورنر محمد خان اڅکزي نن سيمينار ته وېنا هم کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG