لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ مشر ګزين مري ۱۸ کاله پس ملک ته په رارسېدو نيول شوی


راپورونه وايي د ګزين مري پاکستان ته بيرته راتګ د حکومت او امنيتي چارواکو سره د کوم تړون په نتيجه کې شوی دی،
راپورونه وايي د ګزين مري پاکستان ته بيرته راتګ د حکومت او امنيتي چارواکو سره د کوم تړون په نتيجه کې شوی دی،

د پاکستان بلوچستان صوبې ملت پاله بلوڅ مشر ارواښاد نواب خېربخش مري زوی نواب زاده ګزين مري نن د جمعې په ورځ د دوبۍ نه کوټې ته په رارسېدو پوليس په هوايي اډه نيولی دی.

ګزين مري د خودساخته ۱۸ کاله جلاوطنۍ وروستو ملک ته راتلو، د بلوچستان پوليسو په وېنا په مري باندې د بلوچستان هائيکورټ د جسټس نواز مري د وژنې تور دی او په دغه مقدمه کې هغه پوليس ته مطلوب ؤ.

جسټس نواز مري په کال ۲۰۰۰ کې په کوټه کې يو بريد کې وژل شوی ؤ.

نواب زاده ګزین مري د بلوچستان ملت پاله مشر ارواښاد خېربخش مري دوېم زوی، د بلوچستان په صوبايي کابينه کې شامل د مري قبيلې د موجود مشر نواب جنګېز مري کشر ورور، او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي پخواني مشر بالاچ مري او لندن کې مېشت حربيار مري د مېرې مور زوی دی.

راپورونه وايي د ګزين مري پاکستان ته بيرته راتګ د حکومت او امنيتي چارواکو سره د کوم تړون په نتيجه کې شوی دی.

د بلوچستان صوبايي داخله وزير ميرسرفراز بګټي د ګزين مري د نيولو پخلی کړی او ويلي دي داسې څه خبره نشته چې هغه د کوم تړون په پايله کې بيرته راغلی دی.

د ګزين مري د دوبۍ نه بيرته راتګ په مهال د کوټې په هوايي ډګر د مري قبيلې سره تعلق لرونکي ګڼ شمېر خلک د هغه هرکلي ته هم راغلي وو.

خو مري پوليس په هوايي اډه نيولی او نامالومه ځای ته يې منتقل کړی دی.

په هغه باندې د لاقانونه ګرځول شوې بلوچ وسله واله ډلې دپاره د فنډونو رايوځای کولو تور هم دی.

سرفراز بګټي ويلي ګزين مري به زر عدالت ته واندې کړی شي او مقدمو کې به ترې پوښتنې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG