لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په بلوچستان کې په صوفي زيارت بريد غندلی


نوئرټ ویلي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امريکا د پاکستان د اولس او سويلي اسيا سره ده.
نوئرټ ویلي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امريکا د پاکستان د اولس او سويلي اسيا سره ده.

امريکې د بلوچستان په جهل مګسي سيمه کې د فتح پور د صوفي په زيارت د شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې ده، په دغه بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د امريکې د خارجه وزارت وياندې هېدر نيوئرټ يو بيان کې د جهل مګسي په بريد کې نخښه شوو کورنو سره غمرازي کړې اود ژوبلو د روغ صحت دپاره يې دعا غوښتې.

بيان کې ويل شوي، په سيمه کې د ترهګرۍ په ضد روانو هڅو کې امريکا د پاکستان د حکومت او خپلو نورو همکارانو سره په ګډه کار کوي.

نوئرټ ویلي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امريکا د پاکستان د اولس او سويلي اسيا سره ده.

د پنجشنبې په ورځ جهل مګسي کې ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې په زيارت کې په ګڼ شمېر کې خلک موجود وو.

راپورونه وايي په وژل شوو او ژوبلو کې زيات شيعه مسلمانان وو او د بريد په وخت هلته دمال روان ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG