لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د ډينګي تبې نه د مړو شمېره ۵۰ ته رسېدلې


روغونونو کې د داخل ناروغانو شمېره ۳۵۵ ده او نن ۹۸ کسان د روغتونونو نه فارغ کړی شوي دي.
روغونونو کې د داخل ناروغانو شمېره ۳۵۵ ده او نن ۹۸ کسان د روغتونونو نه فارغ کړی شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ډينګي ناروغۍ نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۵۰ ته رسېدلې او يواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۷۰ تنو د ډينګي تبې ټېسټونه شوي دي.

د صوبې د صحت محکمې ويلي، د شنبې د مازيګر پينځه بجو نه تر يکشنبې مازيګره پورې د ډينګي دوه ناروغان مړه شوي دي.

محکمې ويلي، په تېر شواروځ کې ۱۳۷۰ کسانو د ډينګې ټېسټونه شوي ۳۵۰ کسان اغېزمن شوي په روغتونونو کې ۱۱۲ نور ناروغان داخل کړی شوي دي.

روغونونو کې د داخل ناروغانو شمېره ۳۵۵ ده او نن ۹۸ کسان د روغتونونو نه فارغ کړی شوي دي.

پېښور کې خلک اوس هم په صوبايي حکومت نيوکې کوي چې واکمن د ډينګي په قابو کې پاتې راغلي دي.

خو چارواکو ويلي نن يې د پېښور په هاغو سيمو کې چې د ډينګي نه اغېزمنه دي د خلکو د خبرولو دپاره لاریون کړی دی.

پېښور کې د تهکال علاقه تر ټولو زياته د ډينګې نه اغېزمنه شوې او چارواکي وايي هڅه کوي چې زر تر زره دغه وايرس قابو کړي.

چارواکي وايي بايد خلک هم ځان پوهه او خبر کړي چې په کورونو کې او بهر ښکاره اوبه ډنډ کېدو ته نه پرېږدي او د صفايۍ ډېر خيال وساتي چې د ډينګي خاتمه وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG