لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سيمه کې د اته ؤ لاکو نه زيات ووټونه د ښځو دي


د کميسيون ترمخه دا زياتوالی د پاکستان د بلې هرې سیمې په پرتله د ښځو رايې ورکوونکو په نوې شمیره کې سېوا ده.
د کميسيون ترمخه دا زياتوالی د پاکستان د بلې هرې سیمې په پرتله د ښځو رايې ورکوونکو په نوې شمیره کې سېوا ده.

د پاکستان د ټاکنو د کميسيون د شمېرو ترمخه قبايلي سيمه کې د ۲۱ لاکو او ۴۲ زرو نه سېوا رايې ورکوونکو اندراج شوی دی.

د دولتي شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې دا شمېرې ۱۷ لاکه ۳۸ زره وه.

قبايلي سیمه کې د سړو رايې ورکوونکو شمېره د ۱۱ لاکو ۴۳ زرو نه ۱۳ لاکه ۳۲ ته رسېدلې او د ښځو رايې ورکوونکو شمېره د پينځه ؤ لاکو ۹۶زرو نه اته لاکه نهه زرو ته رسېدلې ده.

د ټاکنو د کميسيون د چارواکي ولي الرحمان په وېنا دا شمېرې د قامي ډېټابېس ادارې (نادرا) نه اخستل شوي او د څارنې وروستو په فهرستونو کې اچول شوي دي.

نوموړی وايي، "په دغه اړوند نور هم کار روان دی او دا شمېرې به زياتيږي ځکه چې ووټ د شناختي کارډ د لارې درج کيږي او دې اندراج دپاره قبايلي سیمو ته موبايلې لېږي نو د هغې سره به دا شمېرې نورې سېوا شي".

د کميسيون ترمخه دا زياتوالی د پاکستان د بلې هرې سیمې په پرتله د ښځو رايې ورکوونکو په نوې شمیره کې سېوا ده.

د کميسيون د شمېرو ترمخه په تېرو څلورو کالونو کې په ملک کې ۱۳ ملينو زياتو شوو ووټونو کې ۲۳ فيصده يواځې د قبايلي سيمې ده.

بل لور ته د بشري حقونو دپاره کارکوونکي او مدني فعالان وايي په قبايلي سيمه کې يوه غټه ستونزه او اصل مسله دا ده چې ښځې د رايو اچولو دپاره د کورونو رابهر شي او په دغه اړوند تر رايې اچوونکي مرکز ډېر کار کولو ته اړتيا لري.

يوه فعاله ناهيدافريدي وايي په قبايلي سیمه کې په ځانګړي ډول د ښځو د رايو ورکولو سره اړونده ډېر کار پکار دی.

هغه وايي "ډېر خلک په ووټ اچولو نه پوهيږي دا د سياسي ګوندونو او حکومت کار دی چې خلک پوهه کړي خلک خبر کړي".

چارواکي وايي اوسنۍ شمېره به نوره ډېره سېوا شي خو په دې کې يوه خبره دا هم ده چې په قبايلي سیمو کې د ډېری ښځو سره شناختي کارډونه نه وي او هغه د اندراج نه پاتې شي .

پوهان وايي تازه شمېرې ښايي چې د قبايلي سيمې ښځې د خپلو استازو په ټاکنو کې څومره بې برخې پاتې شوي يا پاتې کړل شوي دي، او په دغه اړوند به سياسي ګوندونو اوپه حکومتي کچ د ټاکنو کميسيون ته کار کول وي.

په عېن حال کې چې د قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو خبرې روانې دي يا د ۲۰۱۸م کال عامو انتخاباتو کې د سيمې نه د صوبايي اسمبلۍ د استازو ټاکنو ويل کيږي، که دغه غوښتنې عملي کيږي نو بيا په سيمه کې د کانديدانو شمېر د ووټرانو د شمېرې په اساس کيږي.

دغه ډول چې په کومه علاقه کې ووټران سېوا وي هلته د اسمبلي استازي ډېر وي او هغو ته بيا په هغه حساب د سيمې د پرمختګ دپاره پېسې يا فنډونه ورکړی کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG