لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان کډوال خپلو حقونو غوښتو دپاره محکمې ته ځي


دپاکستان دجنګ ځپلې قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان دمرکز میرانشاه ظفرټاؤن اوسیدونکو پریکړه کړې چې دکډوالۍ په مهال ورسره هیڅ انساني سلوک نه کیږي اؤ نور دخپلو حقونو دپاره محکمې ته ځي.

هغوئ وایي که څه هم په تیرو دریوؤ کالو کې حکومت د خپلو سیمو نه بې کوره شوي ګڼ شمیر ګډوال بیرته خپلو سیمو ته لیږلي خو دظفرټاؤن کډوال اوس هم د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره دي.

بنو کې د ظفر ټاؤن اوسیدونکو د یوې جرګې په مهال ویلي هغوي نور د کډوالۍ ژوند ستومانه کړي اؤ غواړي چې په سمدستي ډول خپلو سیمو ته بیرته ولیږل شي.

دغه کډوال دا هم وایي چې دتیرو دریوؤ کالو په مهال هغوئ د سختو مالي ستونزو سره مخ دي، روزګار نه لري، اولادونه یې د مکتبونو اؤ روغتونونو نه محروم دي اؤ نالوستي ورته لوئیږي.

ددغه جرګې یو تن مشر صیب ایوب وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي هغوئ دخپلو مشکلاتو د هواري ډیرې غوښتنې وکړې خو څوک یې غوښتنې ته غوږ نه نیسي اؤ اوس نور هغوئ مجبور دي چې دپاکستان محکمې ته ورشي اؤ د محکمې نه انصاف وغواړي.

ددغه قبائیلي جرګې په هکله نور احوال د عدنان بیټني په لاندې راپور کې اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG