پکتيا کې نن د سه شنبې په سهار د پوليس په تربيتي مرکز ډله يیز وسله وال بريد کې د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبدياني وژل شوی دی.
د کورنو چارو وزارت د پوليس مشر توريالي عبدياني د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي بريد کې نور پوليس وژل شوي او ژوبل شوي دي خو په اړوند کره شمېره نه ده ښودلې.
راپورونه وايي د وسله والو طالبانو په برید کې د ۲۰ نه زيات تنه وژل شوي او د ۱۵ نه زيات ژوبل روغتونونو ته وړل شوي دي.
د کورنو چارو وزارت ويلي سهار نزدې لس بجې پينځه ځانمرګو ترهګرو په تربيتي مرکز بريد کړی او د نښتې وروستو د پينځه واړو ترهګرو په وژنه برید پاې ته رسېدلی دی.
د سرچينو ترمخه د پوليس تربيتي مرکز کې ښځينه پوليسې هم وې او هغه هم د بريد ښکار شوي دي.
له دې وړانديني مالومات ـ
د افغانستان پکتيا صوبې په ګردېز ښار کې نن سهار د پوليس په يو تربيتي يا روزنیز مرکز باندې وسله وال بريد شوی او د کورنو چارو وزارت ويلي اول د موټر بم ځانمرګي بريد شوی او وسله واله نښته پېل شوې ده.
راپورونه وايي د پوليس روزنيز مرکز سره نزدې د پوليس مرکزي دفتر هم موجود دی او تراوسه پورې روانه جګړه کې د دوه ځانمرګو د وژل کېدو ويل شوي دي چې پوليسو په نخښه کړي دي.
عېني شاهدينو ويلي په حکومتي تاسیساتو موټري بمي بريدونه شوي دي.
راپورونه وايي د پېښې د ځای نه په ګڼ شمېر کې اېمبولنسونه تللي دي.
د بمي چاؤدنو او روانې جګړې له امله د رامنځته شوي زيان په اړه کوم کره خبر تراوسه مخې ته نه دی راغلی.
وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او په يوه اعلاميه کې یې ويلي، چې په دغه برید کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.