لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د ټېلرسن سره د ليدو وروستو هند ته تللی


د افغان صدر اشرف او هند وزيراعظم نريندرا مودي د تېر کال ستمبر د مياشتې په نوي ديلي کې د ليدنې عکس.
د افغان صدر اشرف او هند وزيراعظم نريندرا مودي د تېر کال ستمبر د مياشتې په نوي ديلي کې د ليدنې عکس.

د افغانستان صدر اشرف غني نن د سه شنبې په سهار په يو ورځني سفر د هند پلازمينې نوي ديلي تللی دی، نوموړي تېره ورځ د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن سره ليدلي وو.

د ارګ ترمخه اشرف غني به د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هند وزیراعظم نريندرا مودي سره وويني، "او د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا او همکارۍ به بحث او خبرې وکړي".

اشرف غني په داسې حال کې د هند سفر کوي چې نن د سه شنبې په ورځ به رېکس ټېلرسن هم د اسلام اباد د راتګ وروستو هند ته لاړ شي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړه خپله نوې تګلارې اعلانولو کې د هند نه غوښتي چې د افغانستان سره دې په اقتصادي برخه کې سېوا مرسته وکړي او په دغه هېواد کې دې ځواکمن رول ولوبوي.

افغانستان وايي پلان لري چې په راتلونکو پنځه ؤ کالو موده کې د هندوستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې کچه لسو اربو ډالرو ته ورسوي.

افغانستان کې د هند په شتون د پاکستان اندېښنې

پاکستان په افغانستان کې د هند په زياتېدونکي اثر اندېښنې څرګندوي.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي د ستمبر په مياشت کې د امريکې په نيويارک ښار کې دبهرنو اړيکو د شورا په ناسته کې په افغانستان کې د هند د رول په اړه ويلي ؤ، افغانستان کې ورته د هند کوم سياسي او پوځي رول د قبلولو نه دی، او سرمايه کاري د هر هېواد حق دی هر چرته يې کولی شي.

د پاکستان اندېښنو ته د افغانستان ځواب

افغان چارواکي وايي پاکستان دې په افغانستان کې د هند په موجودګۍ اندېښمن نشي.

هم د ستمبر په مياشت کې د افغانستان اجرايي رئيس عبدالله عبدالله د هند سفر کړی او د وزيراعظم نريندرا مودي سره په لیدنه کې يې په دې خبره زور راوړی چې په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د خوندي ځالو د مينځه وړلو لپاره باید په پاکستان اړین فشار واچول شي.

د هند وزيراعظم مودي د امريکا د ترهګرۍ په ضد نوې تګلارې او په پاکستان کې د ترهګرو د پټو ځالو د ختمولو ملاتړ کړی ؤ.

هند هم په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره په هند او هندي کشمير کې ترهګري کوونکې وسله والې ډلې ساتي.

پاکستان د هند او افغانستان دا ادعاوې ردوي او وايي، چې په هېواد کې يې وسله واله ډلې شتون نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG