لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هائيکورټ د طالبانو پخواني وياند پوره مالومات غوښتي


د پاکستان پوځ د روان کال اپرېل په مياشت کې ويلي ؤ د طالبانو وياند احسان الله احسان ورته ځان سپارلی دی،
د پاکستان پوځ د روان کال اپرېل په مياشت کې ويلي ؤ د طالبانو وياند احسان الله احسان ورته ځان سپارلی دی،

د خېبرپښتونخوا سترې محکمې (پېښور هائيکورټ) حکم کړی په بله اورېدنه دې د پاکستاني طالبانو د تحريک پخواني وياند احسان الله احسان په اړه پوره تفصيل وړاندې کړی شي.

د پېښور په سکول کې د وژل شوي يو ماشوم صاحب زاده عمرخان پلار فضل خان د مئي په مياشت کې پېښور هائيکورټ کې خواست کړی ؤ چې د احسان الله په اړه دې وضاحت وکړی شي چې هغه ته سزا ورکړل شوې که څه عمل ورسره کيږي.

نوموړي ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل څوېمه مياشت ده دغه اورېدنه روانه ده او نزدې مياشت وړاندې په اورېدنه کې عدالت فريقېنو ته د بشپړ ځواب ورکولو ويلي ؤ.

هغه وويل نن دوي ته مالومه شوه چې په عدالت کې "يوه جمله ځواب شوی چې په دغه اړوند پلټنې روانې دي".

فضل خان زياته کړه، نن د پېښور هائيکورټر مشرقاضي يحٰي افريدي او د جسټس اعجاز انور بنچ دخواست اورېدنه وکړه او فريقېنو ته يې د تفصيلي ځواب ورکولو وويل.

نوموړی وايي د دوي اندېښنه لا په ځای ده چې هسې نا "احسان الله ته عامه معافي ورکوي".

هغه وويل دويې غوښتنه کړې وه چې د هغه په ضد دې "پوځي عدالت کې مقدمه وچلول شي او دوي ته دې پاک ځواب ورکړي، خو داسې څه خبره نشته او شک زمونږ په خپل ځای دی".

هغه وويل د پاکستان مرکزي حکومت پاکستان ، د خېبرپښتونخوا حکومت، د دفاع وزارت، د ايي اېس ايي مشر ،د پوځ مشر، د قانون او انصاف وزارت يې په خواست کې فريقېن دي.

د دې خواست وړومبۍ اورېدنه د جون د میاشتې په نيمايۍ کې شوې وه او د هغې وروستو پکې څو نورې اورېدنې هم شوي دي.

د پاکستان پوځ د روان کال اپرېل په مياشت کې ويلي ؤ د طالبانو وياند احسان الله احسان ورته ځان سپارلی دی، او دهغه ويډيوي بيان يې خپور کړی ؤ.

په دغه ويډيو خپرولو د پېښور په سکول ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو مور و پلار او ټولنيزو اړيکو باندې سختې نيوکې شوې چې يو ترهګر دې د مېلمه په حېث ښکاره نکړی شي.

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې زده کوونکي ماشومان ؤ.

د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG