لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي امریکا ورته د ۷۵ؤ کسانو فهرست سپارلی


A Palestinian boy walks barefoot in the Araiba refugee camp on rainy day in Rafah in the southern Gaza Strip.
A Palestinian boy walks barefoot in the Araiba refugee camp on rainy day in Rafah in the southern Gaza Strip.

پاکستان منلې چې دامریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ورته د۷۵ کسانو(ترهګرو)فهرست سپارلی خو ویلي یې دي چې امریکا دپاکستان وائسرایی نه دی چې هره خبره به یې منل کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر پارلیمان ته ویلي چې امریکا ورته د ۷۵ؤ کسانو نومونه ورکړي چې د حقاني ډله پکې پسر کې ده خو په دغو نومونو کې دحافظ سعید نوم نه دی شامل.

دسه شنبې په ورځ پاکستان ته دخپل څلور ساعته لنډ سفر په مهال دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دپاکستان وزیراعظم، دپوځ سرلښکر اؤ نورو مهمو چارواکو سره پاکستان کې دترهګرو دپټو ځالو په اړوند خبرې کړې وې.

ددغه غونډې نه وروسته اسلام اباد کې دامریکا سفارتخانې نه جاري شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ ښاغلي ټیلرسن پاکستاني چارواکو باندې ټینګار کړی چې خپله خاوره کې دترهګرو دپټو ځالو په ضد باید رغنده ګامونه واخلي.

دپاکستان د وزیراعظم ددفتر څخه هم په دغه اړوند یو بیان جاري کړی شوی ؤ چې پکې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي افغانستان کې امن دپاره دکیدونکو هڅو ستائنه کړې وه خو ویلي یې وؤ چې ترڅو دکشمیر ستونزه نه وي هواره شوي سیمه کې امن نه شي پځایې کیدلی.

دامریکا غوښتنو ته غبرګون

د چهارشنبې په ورځ سینیټ کې د امریکا اؤ پاکستان د اړیکو په هکله دبیان ورکولو په وخت دبهرنیو چارو وزیر ویلي چې “مونږ ته اقتدار امریکا نه بلکې ۲۰ کروړه اولس راکړی اؤ ددې اقتدار ژغورلو دپاره دامریکې نه بلکې دالله رضا غواړو”

خواجه اصف زیاته کړې ده چې امریکه زمونږ وائسرایی نه ده چې هره خبره به یې منو بلکې مونږ امریکه سره د برابرۍ په اساس اړیکې غواړو.

دبهرنیو چارو وزیر سنیټ ته دسینیټ چئیرمین راغوښتی ؤ اؤ ورڅخه یې غوښتي وؤ چې باید هاغو شرطونو اؤ غوښتنو نه سینیټ خبر کړي چې امریکا دپاکستان څخه کړي دي.

په امریکه دبندیانو خرڅولو اعتراف

دبهرنیو چارو وزیر سینټ ته وویل چې د نائن الیون نه وروسته پاکستان دامریکا ډیر څه ته غاړه ایښودې وه چې نن دهغې نتیجې مونږ وینو.

دهغه په وینا “هغوئ به مونږ ته فهرست راکولو اؤ مونږ به کسان نیول په هغوئ به مو خرڅول’

نوموړي وویل تیرو وختونو کې چې په امریکا دخلکو خرڅولو په بدل کې څه،څه اخستی شوي ښه به دا وي چې په هغې پارلیمان کې خبرې وشي.

دپاکستان د پخواني پوځي امر پرویزمشرف د واکمنۍ په مهال پاکستان کې دطالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضیعف پخپل کتاب کې په جنرال پرویز مشرف تورونه لګولي وؤ چې امریکا نه به یې ډالر اخستل اؤ بندیان به یې پرې خرڅول.

ملا عبدالسلام ضعیف پخپله هم په اسلام اباد کې نیول شوی اؤ دپاکستان لخوا امریکا ته سپارل شوی ؤ چې وروستو بیا ګوانتانامو بی زندان کې تر ډیرې مودې قید ساتل شوی ؤ.

دامریکا تګلاره پاکستان څنګه اخستې؟

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر سینیټ ته وویل د سویلي ایشياء دپاره دتګلارې بیانولو په مهال چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ کوم تقریر کړی ؤ مونږ دهغې په ځواب کې هیڅ ساز باز ته غاړه کښېنښوده.

خواجه اصف وویل تیره ورځ دپاکستان پوځي اؤ‌ غیر پوځي مشرانو په یو میز امریکې سره خبرې کړي اؤ دوئ په یو پړاؤ کې هم دامریکا دفشار لاندې نه یو راغلي.

“امریکا سره دخبرو په مهال نه خو دچا لهجه معذرت خواهانه وه اؤ نه ترې چا څه ویره کړې ده، کومې خبرې چې مو په بنده کوټه کې کړي دي هم هغه نن دټولو په وړاندې کوو”

هغه وویل پاکستان امریکا ته په ډاګه ویلي چې مونږ ته مرستې نه بلکې درناوی پکار دی

په طالبانو دپاکستان لاس

کابل ، واشنګټن اؤ نوی ډیلی پرله پسې دعوې کوي چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ دغه ترهګر دپاکستان دخاورې نه په نورو هیوادونو کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي .

دبهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان په ۴۵فیصده برخه افغان حکومت واک نه لري اؤ پاکستان امریکا ته ویلي چې طالبان زمونږ دلاس نه وتلي دي .

د نوموړي په وینا” تیرو وختونو کې په طالبانو زمونږ اختیار ؤ خو اوس مو پرې دغه واک کم شوی اؤ دطالبانو پالنه یا کفالت اوس بل څوک کوي”

هغه وویل طالبانو اوس ځان دپاره نورې لارې اؤ خلک لټولي دي اؤ دافغانستان ځالې دهغوئ دپاره پوره دي ځکه نو هغوئ ته پاکستان کې ځالو ته ضرورت نه لري

نوموړي زیاته کړه چې دافغانستان ستونزه پوځي هواری نه لري.بلکې دغه ستونزه په خبرو اوریدلی شي.

خواجه اصف وویل امریکا زمونږ ګاونډ کې ناسته ده مونږ به دامن په ټینګښت کې امریکا سره مرسته ضرور کوؤ خو دامریکې ټوپک به پخپله اوږه نه ږدو.

پاکستان ته ورکړل شوي لسټ کې څوک دي؟

نوموړي زیاته کړه چې امریکا دکومو ۷۵ کسانو فهرست ورسپارلی په هغې کې زیاتره طالبان دافغانستان خپلسره ګورنران دي اؤ ځینې پکې هډو په دې دنیا اوس شته هم نه .

هغه وویل په دغه فهرست کې نه خو دپاکستان درکونه شته اؤ نه داسې کوم نوم چې تعلق یې پاکستان سره وي حتی چې د حافظ سعید نوم هم پکې نه شته.

حافظ سعید چې دممبۍ دترهګریزو بریدونو کې پرې دلاس لرنې تور دی په پاکستان کې دیو تندروه تنظیم جماعت الدعوه مشري په غاړه لري چې په دغه تنظیم دپاکستان حکومت بندیز لګولی.

خو اوس دحافظ سعید دغه تنظیم د ملي مسلم لیګ په نوم خپل یو سیاسي ګوند جوړ کړی اؤ غواړي چې ددغه ګوند دلارې پارلیمان ته هم لاره ومومي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG