لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښې خطرې


د پاکستان نه يواځې قبايلي سيمې او بلوچستان د خبريالانو دپاره ډېرې خطرناکې دي، بلکې اسلام اباد او کراچۍ او ټول ملک کې خبريالانو ته دړکې ورکړل کيږي او هر وخت د خطرو سره مخ وي.
د پاکستان نه يواځې قبايلي سيمې او بلوچستان د خبريالانو دپاره ډېرې خطرناکې دي، بلکې اسلام اباد او کراچۍ او ټول ملک کې خبريالانو ته دړکې ورکړل کيږي او هر وخت د خطرو سره مخ وي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو د مملکت وزيرې مريم اورنګزېب ویلي اوسنی حکومت په وړومبي ځل د ژورنلسټانو د خونديتوب او ساتنې دپاره بل راوړي او زر به يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

مريم اورنګزېب د چهارشنبې په ورځ د سېنېټ د اطلاعاتو د قايمه چارو کمېټۍ ته ويلي حکومت يې د اته ؤ مياشتې راهسې په دې بل کار کوي چې قانون جوړ کړي او خبريالانو ته تحفظ ورکړي.

پاکستان کې خبريالانو ته خطر د چا نه دی؟

پاکستان کې خبريالان وايي د رياستي ادارو، غېر رياستي ډلو، مذهبي او وخت په وخت د سياسي ډلو نه ورته ګواښونه کيږي.

پاکستان کې د خبريالانو د حقونو دپاره کارکوونکي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وايي، پاکستان کې دا وخت ازاد ژورنالزم کول ډېر ګران دي.

هغه وايي بلوچستان کې د درېو ورځو نه ورځپاڼې نه وېشل کيږي.

د پوليسو په وېنا د بلوچستان حب ښار په پرېس کلب او يوې ورځپاڼې په دفتر نامالومو وسله والو د چهارشنبې په شپه لاسي بمونه غورځولي، خو کوم زیان يې نه دی اړولی. حب د کراچۍ سره په پوله پروت ښار دی.

په بلوچستان صوبه کې يو ناچله ګرځول شوې ډلې بلوچستان لبرېشن فرنټ په صوبه کې د روانې مياشتې د ۲۴ نېټې د مطبوعاتو او خبريالانو په ضد د عملياتو پېل کولو درکه ورکړې ده او د ګواهونو له امله په صوبه کې د ورځپاڼو وېشل ودرول شوي دي.

پاکستان کې طالبان او نورې تندروه ډلې خبريالانو ته دړکې ورکوي او طالبانو د ځینو خبريالانو د وژنو زمه وارۍ منلي هم دي. دغه راز د پاکستان امنيتي ادارې هم خبريالانو ته ګواښونه کوي.

بلاګر عاصم سعيد چې د روان کال په سر کې سره د نورو پينځه بلاګرانو اوچت کړی شوی هغه تور لګولی د پاکستان دولتي استخباراتي ادارې اوچت کړی ؤ او تشدد به يې پرې کولو.

هغه ويلي په فېس بک به يې يوه پاڼه چلوله او هغې کې به يې په پوځي اسټبلشمنټ نيوکې کولې. عاصم سعيد ملک پرېښودی او په لندن کې يې د پناه اخستو خواست کړی دی.

اقبال خټک وايي خبريالانو ته هر څوک دړکې ورکوي، "داسې هډو څوک شته نه چې مطبوعاتو يا خبريالانو ته دړکې نه ورکوي، يا دهغوي ژوند ته د خطرې رسولو دهمکۍ نه ورکوي".

خبريالان وايي رياستي ادارې او غېر رياستي ادارې د مختلفو لارې دړکې ورکوي، هر څوک په خپل حق کې خبر غواړي او تنقيد بیخي نه زغمي، او رياستي ادارې بيا وخت په وخت د خبرونو ودرولو دپاره په مطبوعاتي ادارو زور راوړي.

پاکستان کې وژل شوي خبريالان

د خبريالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړيوال تنظيم سي پي جی ترمخه پاکستان اوس هم د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار دی او دلته د کال ۱۹۹۲ نه تراوسه پورې ۱۱۶ خبريالان وژل شوي دی.

روانه مياشت د خېبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې يو خبريال هارون خان وژل شوی او د هغه د وژنې زمه واري طالبانو منلې وه. د روان کال په سر کې بلوچستان صوبه کې ځايي خبريال محمودجان نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

له دې وړاندې هم د قبايلي سيمو خبريالان وژل شوي او زمه وارۍ يې طالبانو منلي دي خو ډېرې وژنې بيا په نامالومه کهاته کې اچول کيږي.

خبريالان او د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، د پاکستان نه يواځې قبايلي سيمې او بلوچستان د خبريالانو دپاره ډېرې خطرناکې دي، بلکې د ملک په هره برخه کې د هغه ځای په حساب خبريالانو ته خطرې موجودې دي،

اقبال خټک وايي، "اسلام اباد خلک ګڼي چې ډېر پرامن دی خو په تېرو درېو مياشتو کې په ژورنلسټانو د ټولو نه زياتې حملې په اسلام اباد کې شوي دي اندازه دې د دې نه ولګول شي".

خبريالان او مطبوعاتي ادارې په قابو کې ساتل

د خبريالانو دپاره کار کوونکي وايي پاکستان کې د خبريالانو او مطبوعاتي ادارو قابو کولو دپاره مختلفې لارې کارول کيږي، لکه په ځينې ځاې کې د خوښې نه کار اخستل کيږي که په خوښه نه وي زور کارول کيږي او که زور نه وي نو هلته پسې نورې لارې جوړولی شي.

د خبريالانو يوې ډلې مشر پروېزشوکت وايي، پاکستان کې هر څوک هغه که حکومت دی، ترهګر دي يا سياستمدار دي ټول د خپلې خوښې خبرونه غواړي او د ټولو نه هر وخت خطره موجوده وي، او حکومت تل د خبريالانو د تحفظ په نوم تشې ادعاوې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG