لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلزار عالم وایي ملا یې دجمعې خطبه کې دقتل فتوه ورکړې وه


ګلزار عالم
ګلزار عالم

د پښتو وتلی سندرغاړی ګلزار عالم وایي پیښور کې پرې د جومات یو ملا د مذهب د سپکاوي تورونه لګولي وؤ اؤ خپلو مقتتدیانو ته یې دجمعې خطبه کې امر کړی ؤ چې باید دی اؤ دده بچي ووژل شي اؤ کور یې وسوځول شي.

هغه وایي دکال۲۰۰۲م راهسې چې کله پښتونخوا کې د دیني ګوندونو حکومت جوړ شوی ؤ دهغې راپدیخوا یې ژوند پرله پسې دګواښونو سره مخ دی اؤ ریاست هیڅ قسمه تحفظ نه دی ورکړی.

څیړونکي وایي په پاکستان اؤ افغانستان کې چې کله هم مذهبي طبقه یوه منطقه دخپل واک لاندې راوستل وغواړي نو تر ټولو دمخه هنرمندان، شاعران اؤ لیکوالان په نخښه کوي خو له بده مرغه په پاکستان کې دهنرمندانو ژوند ته هډو تحفظ نه دی ترلاسه.

ملا خپل مقتدیان ولې ګلزار عالم پسې راوپارؤل

دپیښور نه کابل ته په ګډه شوي نومیالي هنرمند ګلزار عالم وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته دشنبې په ورځ ویلي هغه د ډیرې مجبورۍ نه پیښور پریښودی ځکه چې نور پوهیدو دغلته یې نه خو خپل ژوند خوندي دی اؤ نه یې دمیرمنې اؤ‌ اولادونو ژوند ته څه تحفظ ترلاسه دی.

نوموړي وویل د ترهګرۍ له امله په پښتونخوا کې د سندرو هنر ته سخت زیانونه اوختي اؤ دهغوي کاروبار په ټپه ودریدلی.

دهغه وینا ده” خو دا کیسه د اوس نه ، نه ده بلکې دلته چې کله د متحده مجلس عمل حکومت جوړ شو نو زما دترور کولو هڅې پیل شوې شوې اؤ دهغې ورځې نه راواخله تر نن ورځې هره شیبه د مرګ د ګواښ سره مخ یم”

ګلزار عالم وایي ترهګرۍ ترې د سندرو روزګار وتروړلو اؤ بیا مجبور شو چې دخپلو اولادونو د ګیډو پاللو دپاره د پیښور په ورسک روډ د میښو یو فارم پرانزي

“په ډیره خوارۍ زارۍ مې فارم جوړکړو،چې څومره نغدې راسره وې هغه مې هم مصرف کړی اؤ یو موټر مې ؤ‌ چې هغه مې هم دغه روزګار له خرڅ کړو خو بیا د سیمې دبهاري کالونۍ دیو جومات مفتي راپسې دخپلو قاریانو سره راغلو اؤ زما په فارم یې دقبضې کولو هڅه وکړه”

ګلزار عالم وایي په اسلام اباد کې ؤ چې ددغه جومات ملا اؤ دهغه طالبانو دده په فارم برید وکړو میرمنه اؤ بچي یې ورله ووهل اؤ په سبا یې د جمعې په خطبه کې خلکو ته وویل چې” دوئ د پیغمبر دسنتو سپکاوی کړی باید کور یې وسوځول شي اؤ د کور خلک یې ووژل شي”

کابل ته په تګ مجبوریدل

هغه وویل د پولیسو په مرسته خو یې په عارضي ډول ددغه ملا اؤ دهغه له طالبانو ځان خلاص کړو خو وروستو پرې بیا دغه خلکو په سوړیزو سیمه کې ډزې وکړې اؤ هغه پوهه شو چې نور یې پيښور کې ژوند ګران دی.

“زه اؤ یو زوئ مې په عاجل ډول کابل ته راغلو خو لا دلته وم چې خبر شوم دپيښور بورډ بازار کې مې دغه خلکو میرمنه د سړک د پاسه ودرولې اؤ دهغې د زورؤلو هڅه یې کوله خو نصیب بچ کړې وه اؤ دغسې مې بیا ځان پسې میرمنه هم کابل ته راوغوښته “

نوموړی چې دا مهال کابل کې د کرایې په یو فلیټ کې ژوند کوي وایي کابل اؤ پيښور دواړه یې دنیکونو خاوره ده ځکه نو اړتیا نه ویني چې دلته سیاسي پناه واخلي.

هغه وویل پخپل هنر باور لري ، دکابل خلک ورته ډیره مینه ورکوي اؤ ډاډه دی چې دخپل هنر په زور به دغلته خپلو بچو له ټوک ډوډۍ پیدا کوي.

خو هغه د افغان حکومت نه هم ګیله من دی اؤ وایي حکومتي چارواکي ښه خبر دي چې ګلزارعالم کابل کې دی خو چایې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

افغانان دګلزارعالم ورتګ ته څنګه ګوري؟

ښاغلی ګلزار عالم چې افغانستان ته د تګ نه وروستو تر څو میاشتو د وتلي شاعر اؤ‌ پبلشر اسد دانش سره دهغه په کور کې میشته ؤ ښاغلي دانش ډیوه ویب پاڼې ته ویلي “افغانستان دګلزار خپل کور دی اؤ که حکومت ورته پام نه ګرځوي نو مونږ په لکونو پښتانه کولی شو چې خپل دغه هنر مند دلته دځان سره د زړه په غوښو وساتو”

هغه وایي “د پښتونخوا پښتنو که په ملیونونو افغانان دځان سره ترکلونو ساتلی شول نو مونږ څه بلا وهلي یو چې خپل یو پیښوری هنرمند رور به ونه ساتل شو؟”

وتلی خبریال ښاغلی عقیل یوسفزی بیا وایي د ګلزار عالم د پیښور نه مرور تلل د ټولو پښتنو اؤ بیا په ځانګړي ډول دپاکستان ریاست دپاره ډیر دافسوس مقام دی.

هغه وویل په ګلزار عالم اؤ دهغه په بچو دلته یو ملا د مذهب دسپکاوي تورونه ولګول اؤ دا هرچاته معلومه ده چې کله دغه خلک یوه سیمه د خپل واک لاندې راولي نو لمړی وار هغوي په سندرغاړي، شاعر، لیکوال اؤ صحافي کوي

هغه وویل سندرغاړي یوازې سندرې نه وایي بلکې هغوي پخپلو سندرو کې قام ته شعور ورکوي اؤ د یوې قامي بیانیې په جوړولو کې مرسته کوي ځکه یې تنګ نظري طبقه دخپلو پلانونو مخې ته ګواښ ګڼي اؤ په نخښه کوي یې.

عقیل یوسفزي زیاته کړه دا د ریاست ذمه واري ده چې هنرمندانو ته نه یوازې تحفظ ورکړي بلکې دهغوئ دروزګار، دبچو د زده کړو، علاج اؤ نورو اړتیاؤ غم هم وخوري خو له بده مرغه دپښتونخوا هنرمندان په دغه حواله بې څوکه ولاړ دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG