لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت فاټا کې اصلاحاتو دپاره مودې ښودلو ته تيار نه دی


فاټا
فاټا

د پاکستان مرکزي حکومت د قبايلي سېمو لپاره داعلان کړل شوو اصلاحاتو د عملي کولو پخلی کوي خو ددغه عمل سر ته رسولو دپاره دکومې غوڅې مودې په ټاکلو کې ناکامه دی.
اسلام اباد کښې د اصلاحاتي عمل د نفاذ په اړه د قبايلې علاقو نه د پارلېمان منتخبو غړو او د رياستي چارو مرکزي مرستېال وزېر غالب خان تر مېنځه د مشورې غونډه شوېده
وورستو مطبوعاتي بريفنګ ته غالب خان ويلې چې حکومت او د پارلېمان قبايلي غړې ددغو اصلاحاتو عملي کولو په معامعله متفق دي او نننۍ غونډه کښې د قبايلې سيمو لپاره د يو مشاورتي کونسل جوړولو پرېکړه هم شوېده
خو غالب خان د پرله پسې هاغه پوښتنې څه ښکاره ځواب ورنکړل شو چې ددغه عمل نفاذ به د کله نه پيل کېږي او په څومره موده کښې به سر ته رسي خو هغه وويل چې وزير اعظم به پارلېمان ته په دې اړه مهم اعلان کوي او دا چې دغه عمل به په مرحله وار ډول سر ته رسولی شي
د حکومتي کمېټې د سپارښتنو لاندې د پاکستان مرکزي کابېنې دقباېلي سېمو په خېبر پښتونخوا کښې د ورګډولو تر څنګ د يو شمير اصلاحاتو منظوري ورکړې ده او مخالفه ګوندونه او د پارليمان قبايلي غړي ددغو اصلاحاتو د زر عملي کولو غوښتنې کوي خو د رېاستي چارو مرستيال وزير په ګوته کړې چې دقبايلي سيموخيبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو دپاره دپينځوؤ نه واخله تر لسو کالو دمودې معياد ټاکلی شوی
په دغه مهال د خيبر اېجنسۍ نه د ملي اسمبلې غړي شاه جي ګل اپريدي په مرکزي حکومت دوي سره دکړو ژمنو نه پوره کولو تورونه ولګول او خبرداری يې ورکړو چې دوي يو ځلې بېا په احتجاج لاس پورې کولی شي
ډيوه ريډيو سره خبرو کښې شاه جي ګل اپرېدي وويل چې د مشاورتي کونسل جوړولو غرض د قبايلي سيمو په صوبه کښې د ورګډولو نه وړاندې ددغو سيمو انتظامي معامعلات چلول دي او دا کونسل به د ګورنر او قبايلي سيمو پارلېماني غړو باندې ګډ وي
هم تېره ورځ په خيبر پښتونخوا کښې دواکمن او مرکز کښې د لويې حکومت مخالفه ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان حکومت ته د فاټا اصلاحاتو عملي کولو په اړه د تګلارې د اعلان لپاره د لسو ورځو مهلت ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG