لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رضارباني:دپاکستان تعلیمي نصاب ماشومان دجهاد لیکې ته سموي


دسینیټ چیئرمین وایي په هیواد کې دعربو دکلتور معرفي کولو اجازه ځکه نه شي ورکړل کیدی چې دغه کلتور اسلامي نه دی
دسینیټ چیئرمین وایي په هیواد کې دعربو دکلتور معرفي کولو اجازه ځکه نه شي ورکړل کیدی چې دغه کلتور اسلامي نه دی

دپاکستان دسینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني ددغه هیواد په تعلیمي نصاب سخت ټکونه کړي اؤ ویلي یې دي چې په دغه نصاب کې ماشومانو ته دجهاد ترغیب ورکړل کیږي.

په پاکستان کې څیړونکي په دې نظر دي چې که حکومت په تعلیمې نصاب کې دوخت دغوښتنو سره سم بدلونونه ونکړل نو ویره ده چې طالبعلمان به نور هم په ډیرې چټکتیا سره د تندلاریتوب غیږې ته پریوځي.

دسینیټ چیئرمین وایي په هیواد کې دعربو دکلتور معرفي کولو اجازه ځکه نه شي ورکړل کیدی چې دغه کلتور اسلامي نه دی.

دشنبې په ورځ کراچۍ کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې ښاغلي رضا رباني دپاکستان په اسټبشلشمنټ تور لګولی چې د۱۸م ترمیم په اساس صوبو ته کوم حقونه ورکړل شوي اوس دغه حقونه بیرته تروړل غواړي.

هغه وویل “دامهال په هیواد کې هرڅه ګډوډ روان دي ، زما زړه وینې غورځوي کله چې د غیرائني عمل خبرې اورم ، مونږ ته به پریکړه کول وي چې پارلیمان واکمنه اداره ده که نا بل څوک “

ښاغلي رضا رباني وویل په هیواد کې د صوبو دحقونو دتحفظ دپاره دګډو ګټو شورا وجود لري خو له هغې په سمه توګه کار نه اخستل کیږي .

هغه وویل په تیرو دریوؤ کالو کې نه خو صوبو ته این ایف سي ایوارډ یا په قامي امدن کې دصوبو برخه ورکړل شوې ده اؤ اؤ نه هم په نزدې راتلونکې کې داسې څه په نظر راځي چې ګنې صوبو ته به دهغوئ برخه ورکړل شي.

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې دحکومتي ګوند دقامي اسمبلۍ غړي خليل جارج ویلي پاکستان کښي اقليتونه د تنهايۍ ښکار شوي دي حالانکې پاکستان د پاره اقليتونو هم دومره قربانۍ ورکړي چې څومره مسلمانانو ورکړې وې.

خليل جارج غوښتنه وکړه جې دپاکستان تعلیمي نصاب کې دې دمذهبونو ترمینځ د یووالي مضمون شامل کړل شي چې داشان په خلکو کې د نورو مذهبونو په هکله زغم پيدا شي.

په تعليمي ادارو کښي د تندروه فکر دخوريدو په هکله دتعليمي چارو پوهه ډاکټر خادم حسين وایي که د هېواد تعليمي نصاب اؤ نظام کښې د عصري تقاضو سره سم بدلون رانه وستی شو نو ويره ده چي دغلته نه فارغه کيدونکي محصلین به ددنيا نه لرې اؤ سخت دريځي اړخ ته نور هم په چټکتیا سره مائله شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG