لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د فاټا اصلاحاتو جلسې ته اجازه نه ده ورکړی شوې


خبري غونډې ته په وېنا کې مولانا يوسف شاه وويل، "د پوليټیکل انتظاميې غندنه کوو چې د جلسې اجازه يې ورنکړه".
خبري غونډې ته په وېنا کې مولانا يوسف شاه وويل، "د پوليټیکل انتظاميې غندنه کوو چې د جلسې اجازه يې ورنکړه".

د خېبرايجنسۍ نه د پارلمان غړی شاجي ګل او نورو سياسي قبايلي مشرانو ويلي نن د دوشنبې يا ګل په ورځ يې د فاټا اصلاحاتو په اړوند شمالي وزيرستان کې جلسه راجوړه کړې خو پوليټيکل انتظامیې ورته اجازه ورنکړه او جلسه وځنډول شوه.

شاجي ګل او د جمعيت علمااسلام (س) ډلې او نورو مشرانو په بنو کې خبري غونډه ته وويل په شمالي وزيرستان کې په لويې شمېره کې خلک جلسې له راټول شوي او د دوي هلته په رسېدو تود هرکلی هم وشو خو د لارې نه بيرته راستانه کړی شو.

نوموړي شاجي ګل وويل، چې انتظاميې ته پته ولګېده چې په شمالي وزيرستان کې د جلسې دپاره خلک په دومره لويه شمېره کې راغلي او دومره ډېر وو چې نن يې "حقيقي رېفرنډم ثابتولو ځکه يې د ناکامه کولو کوشش وکړو چې بيا دا غلط پېغام لاړ شي چې قبايل وېشلي دي يوه خبره يې نه ده".

هغه وويل قبايلو د ملک دپاره قربانۍ ورکړي او زياته يې کړه چې په سيمه کې کوم امن قايم شوی که حکومت او پوځ دا د تل دپاره غواړي نو چا چې دا ننۍ جلسه پاتې کړه د هغو په ضد دې ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي ګل وويل د فاټا خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو نه علاوه بل حل نه د حکومت، مخالفت کوونکو سياسي ډلو يا ادارو سره شته.

خبري غونډې ته په وېنا کې مولانا يوسف شاه وويل، "د پوليټیکل انتظاميې غندنه کوو چې د جلسې اجازه يې ورنکړه".

نوموړي وويل د ځينې سياسي ګوندونو په سازش نن دويې ته په شمالي وزيرستان کې اجازه ورنکړی شوه او زياته يې کړه دوي به د پوليټيکل انتظاميې د دغه عمل په ضد په هر ځای کې احتجاج کوي.

د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي د فاټا د راتلونکې په اړوند دې د سيمې د خلکو نه د رېفرنډم په شکل کې تپوس وشي.

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن) اتحادي ډلو پښتونخوا مېپ او جمعيت علمااسلام (ف) نه علاوه نور ټول سياسي ګوندونه او قبايلي اولس غوښتنه کوي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ کامران افريدی د خبري غونډې په غبرګون کې ډيوه رېډيو ته وويل، دغو خلکو د جلسې دپاره په رسمي ډول اجازه نه وه غوښتې خو باوجود د دې د دوي سيمې ته په راتګ هرکلی شوی او مېلمستيا يې هم شوې ده.

او نوموړي وويل په سيمه کې د امنیتې وضعې له کبله د پوځ لخوا چاته هم د غټې غونډې راجوړولو يا جلسې کولو اجازه نشي ورکړی کېدی.

افريدي وويل د ټولنيزو اړيکو د لارې د خبرېدو وروستو دغو کسانو ته پوليټيکل انتظاميې د وړاندې نه دا اطلاع هم کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې د جلسې دپاره حالات سم نه دي.

شاجي ګل او هغه سره ملګرو نن د شمالي وزيرستان په مرکز میران شا کې جلسه راجوړه کړې وه.

دويې د قبايلي سياسي اتحاد په مرسته د يکشنبې يا اتوار په ورځ په جنوبي وزيرستان کې جلسه کړې وه او دعوه يې کړې چې د جنوبي وزيرستان جلسه يې ډېره کاميابه وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG