لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خلکو په زوره تري تم کول دې جرم وګرځول شي


ملګري ملتونه د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د نړۍ د بشري حقونو جاج اخلي
ملګري ملتونه د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د نړۍ د بشري حقونو جاج اخلي

د پاکستان پارليمان کې مخالفه پيپلز ګوند د حکومت نه غوښتي چې د خلکو په زوره تري تم کول بايد جرم وګرځوي، پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د دغه غوښتنې هرکلی کړی.

پيپلزګوند دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې ملګري ملتونه د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د نړۍ د بشري حقونو جاج اخلي او پاکستان به هم ورته خپل قامي رپورټ وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار او جاج ادارې )يونيورسل پيراډک ريويو( غونډه د نومبر په ١٥ نيټه د سويټزر لېنډ په جنېوا ښارکې کيږي.

ډان ورځپاڼه وايي په غونډه کې به د پاکستان استازيتوب د هيواد د خارجه چارو وزير خواجه اصف د ١٤ کسيزه پلاوي سره کوي او د خپل رپورټ دفاع به کوي.

د راپور ترمخه د هېواد په پارليمان کې د مخالفه پيپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر ويلي د دغه ادارې تيره غونډه چې د پيپلز ګوند د واکمنۍ پر مهال ترسره شوې وه ، پاکستان منلې وه چې په زوره خلک تري تم کول به يو جرم ګرځوي خو بيا وايي سږ کال چې حکومت کوم راپور وړاندې کوي په هغې کې دا معامله موجوده نشته ده .

هغه ويلي پاکستان دې بايد په دغه غونډه کې د پريکړې اعلان وکړي چې د روان کال په اخره کې به د خلکو په زوره بې درکه کولو جرم وګرځوي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه سازمان مشر ډاکټر مهدي حسن ډيوه ريډيو سره خبرو کې د ښاعلي فرحت الله بابر د وړانديځ هرکلی کوي او وايي هېواد کې د خلقو د بشري خقونو په سرغړونو کې مذهبي تندلارې ډلې او حکومتي ادارې ککړې دي.

هغه بيا وايي د هېواد دننه چې څومره هم د بشري حقونو سرغړونې کيږي هغې کې حکومتي ادارې ککړې وي او دا ځل چې حکومت کوم راپور ملګرو ملتونو کې وړاندې کوي هغه نه ګڼي چې دغه به په حقيقت ولاړ وي. د خلقو په جبري ډول بې درکه کول په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي. که په چا کوم تور وي نو بايد چې عدالت ته دې وړاندې کړی شي .

نوموړي دا مهال هېواد کې د ترهګرۍ پرضد روانو عملياتو ته په اشارې سره وويل په دغو عملياتو چې يو کس ووژلی شي او بيا ورستو ويل کيږي چې ترهګر وود وژلو وروستو دا دريځ د انصاف د تقاضو پر ضد دی.

د هېواد د بشري حقونو د خپلواکه کميسيون (ايچ ار سي پي) د کال ٢٠١٦ رپورټ وايي دغه کال ٧٢٨ کسان په زوره بې درکه کړې شوي دي او د بشري حقونو د څار حکومتي کمېشن د شمېرو ترمخه وايي په مجموعي توګه په زوره د بې درکه کړی شوو تنانو شميره ١٢١٩ ده چې په تېرو شپږو کلونوکې تر تولو زياته ده .

پاکستان کې زيات وخت مذهبي تندلارې لا قانونه ډلې په لږکيو بريدونه کوي او د هغوي څخه په ازادانه ډول د عباد ت او خپلو مذهبي رسمونو نمانځلو حق تروړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG