لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالتي فېصلو کې د سیاسي مخالفينو ژبه کارول کيږي، نوازشریف


نوموړي ويلي د هغه په ضد فېصله کې داسې ژبه کارول شوې کومه چې د دوي په ضد د دوي سياسي مخالفين کاروي.
نوموړي ويلي د هغه په ضد فېصله کې داسې ژبه کارول شوې کومه چې د دوي په ضد د دوي سياسي مخالفين کاروي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشریف يو ځل بيا په عدالتونو نيوکې کړې او ويلي يې دي د پاناما قضيې فېصلې ته د "بيا کتنې په خواست کې چې کومه فېصله ورکړی شوې هغه فېصله نا بلکې د نېب عدالت ته پېغام ؤ چې نوازشريف ته په هر قيمت سزا ورکول دي".

نوموړي ويلي د هغه په ضد فېصله کې داسې ژبه کارول شوې کومه چې د دوي په ضد د دوي سياسي مخالفين کاروي.

هغه ويلي په ۱۹۹۹کې د الوتکې په تښتولو يا هايي جېک کولو په مقدمه کې هم هغه ته سزا ورکړی شوه او داسې ښکاري چې د عدالت قاضيان هغه ته سزا نه ورکوي بلکې د هغو د لارې ورته سزا ورکړی کيږي او احتساب د بل ځای نه قابو کيږي.

نوازشريف د پاناما قضيه کې د وزيراعظمۍ د چوکۍ څخه نااهله کړی شوی او په هغه باندې سره د دوه زامنو، لور او زوم د احتساب عدالت کې قضيې روانې دي.

نوموړی نن د سه شنبې په ورځ سره د لور مريم نواز او زوم محمدصفدر سره د نېب عدالت ته مخامخ شوی او وروستو يې رسنيو سره دغه خبرې کړي دي.

د نېب عدالت ته نن د نېب په قضيو کې يو ګواه بيان ورکړی او بل ته د بيان ورکولو ويل شوي دي.

د پاناما فېصله کې سترې محکمې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته د نوازشریف، د هغه زامنو، لور او زوم په ضد د قضيو امر کړی ؤ.

نوازشريف د هغه لور او زوم باندې په درېو قضيو کې فرد جرم لګول شوی، نوازشريف د عزيزیه اسټیل مل، د لندن فلېټونو ايون فيلډ او جايداد فلېګ شپ انويسمنټ کې نومول شوی ملزم دی.

راپورونه وايي عدالت د نوازشریف په دې خواست چې ښځه يې په لندن کې ناروغه ده او د هغې تپوس له د تلو دپاره دې عدالت د ۲۰م نومبر نه د يوې اوونۍ پورې د نه حاضرېدو اجازه ورکړي، او عدالت يې دغه خواست منظور کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG