د پاکستان پلازمينې اسلام اباد او جوخت پېنډۍ ښار ترمنځ په احتجاجي پرلت ناستې مذهبي ډلې د عدالت حکم نه مني چې ناسته ختمه کړي او لاره ازاده کړي.
مذهبي ډلو تحريک لبيک يا رسول الله او سني تحريک په ۱۲م ورځ د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ لاره تړلې ده د کوم له امله چې خلک په تګ راتګ کولو کې د ستونزو سره مخ دي.
ځايي مطبوعات وايي د فېض اباد په لار د ورځې د لاکونو په شمېره کې خلک تګ راتګ کوي.
خلک د څو دقيقو لاره په ساعتونو کې وهي او د دواړو ښارونو ترمنځ د مېټروبس سروس هم تړل شوی دی.
د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د اسلام اباد هائيکورټ جسټس شوکت عزيز صديقي حکم کړی چې احتجاجي ناسته دې ختمه کړی شي ځکه چې په دغسې کولو خلک د سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د عدالتي حکم وروستو د اسلام اباد انتظاميې د تحريک لبېک يا رسول الله نومې ډلې مشر خادم حسېن رضوي ته خبرداری ورکړی چې ناسته ختم کړي، خو احتجاجي ناسته په خپل ځای روانه ده.
راپورونه وايي جسټس صديقي د عدالتي حکم په منلو نوټس اخستی او نن د جمعې په ورځ يې د اسلام اباد انتظاميې ته امر کړی چې د سبا پورې په هر قيمت د احتجاج ختمولو انتظام وکړي.
تحريک لبېک اسلام اباد هائيکورټ ته خواست کړی ؤ چې د انتخابي اصلاحاتو په بل کې بدلون شوی د هغې مخنيوې دې وشي، وروستو د حکومت لخوا ويل شوي اصلاحاتو کې په غلطۍ سره د احمديانو په اړوند بدلون شوی ؤ.
تېره ورځ عدالت ويلي چې خبره عدالت ته راوړی شوه نو احتجاج دې ختم کړی شي، خو احتجاج کوونکي د عدالتي حکم منلو نه د انکار ترڅنګ د قانون وزير زاهد حامد د چوکۍ نه لرې کولو غوښتنه هم کوي.
قامي اسمبلۍ کې د زيارت په ورځ "ختم نبوت" د قانوني مادو خپل زوړ شکل کې بیرته راوستو دپاره مسوده وړاندې کړی شوې، او د ټولټاکنو ترمیم شوې مسوده د رائیو په کثرت سره منظور کړی شوې ده.
د قانون وزیر زاهد حامد ويلي د ختم نبوت په ترمیم شوې مسوده کې به احمدیان لکه د تیر په څېر غیر مسلمه ګڼل کیږي اؤ د هغوي به خپل بیل ووټر لسټ وي.