لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېرپور: ټريفکي پېښه کې ۲۰ تنه مړه شوي


پېښه کې مړه او ژوبل ځايي خلک دي، او ژوبل د خېرپور سېول روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
پېښه کې مړه او ژوبل ځايي خلک دي، او ژوبل د خېرپور سېول روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د پاکستان سندهـ صوبې په خېرپور سيمه کې يوه ټريفکي پېښه رامنځته شوې چې پکې لږ تږ لږه ۲۰ تنه مړه شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

د خېرپور ضلعې پوليسو ويلي پېښه نن د دوشنبې په سهار شاه حسېن بايي نومې سړک باندې رامنځته شوې د مسافرو ګاډی د ټرک نه مخکې کېدو چې د سکرو ډک ټرک په وېن ګاډي دپاسه راوړېدلی دی.

د خېبرپور د پوليس مشر اېس اېس پي اظفرميهسر مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي پېښه کې بچ شوؤ مسافرو ورته ويلي چې د مسافرو د ګاډي ډرائيور ګاډي د ټرک نه مخکې کولو او په دغه مهال پرې ټرک دپاسه راوړېدلی دی.

دواړه ګاډي په يو سړک روان ؤ، ټرک د کراچۍ نه پنجاب ته روان او د مسافرو ګاډی د راني پور علاقې نه سکهر ته په لار ؤ.

ټرک په ګاډي راوړېدلی او لاندې يې ګېر کړی خلک پکې مړه شوي او ژوبل شوي دي.

پېښه کې مړه او ژوبل ځايي خلک دي، او ژوبل د خېرپور سېول روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

پاکستان کې زياتره ټريفکې پېښې د سړکونو د خرابوالي، په ګاډو کې د حساب نه زيات وزن اچولو او ډرائيورانو د بې پروايۍ له امله رامنځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG