لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موبائیل اؤ کمپیوټر پښتنو ماشومانو نه کومې لوبې اخستي دي


دپښتنو لوبې
دپښتنو لوبې

په پښتو ژبه کې چې څنګه ټپې، متلونه ، محاورې اؤ اړونه ډیرې لرغوني دي دغسې په پښتنه ټولنه کې د ماشومانو ځینې لوبې ډیرې لرغونې دي خو دپام نه ورګرځول کیدو له امله دغه لوبې اوس په ډیرې چټکتیا سره له مینځه ځي.

دسائنس اؤ کمپیوټر په موجوده پیړۍ کې چې دماشومانو زیات وخت په موبائیل یا دکمپیوټر په لوبو تیریږي لیکوالانو دپښتو ټپې،متلونه،محاورې اړونه اؤ دوڼې په کتابونو کې خوندي کړل خو دپښتنو ماشومانو زیاتره روایتي لوبې خوندي نه شوې اؤ دنن پښتون ماشوم دخپلو دغو لوبو سره هیڅ بلدتیا نه لري

جان جان چوپ ،یو لته اؤ یو سوک

عموماً به دغه دوڼه ماشومانو دلوبو په وخت کې ویله اؤ د ویل کیدو نه یې سمدستي وروستو ټولو وړو په شونډو مسواکه ګوته دخاموشۍ په معنی کیښوده ، خو چې بیا به په دغه دوران کې کوم ماشوم خبره وکړه یا به یې وخاندل نو نورو ماشومانو به پرې په لته اؤ سوک راباندې کول.

چمچامیر منګی

کله چې به سوکړه وه اؤ باران به نه کیدو نو ډیر واړه به راټول شول ، یو وړوکي له به یې د تبخي په تورکي مخ تور کړو ، کمیس به ترې وویستو اؤ په کورونو به یې ګرځولو

چې کوم کور ته به دغه ماشومان ننوتل نو دا لاندې فقرې په یې په ګډه په لوړ غږ زمزمه کولې

چمچا میر منګی

ګلٍ ،اټا منګی

تورمخی ماما ژاړي

په مخ سپیړه غواړي

یو موټی اوړه غواړي

له خدایه باران غواړي

کورونو کې به په تورمخي ماما یا خو ښځو اوبه اچولې ،یا به یې په تور مخ سپیړه ورکوله اؤ دهغې بدل کې به یې بیا نورو وړو له اوړه، ګوړه اؤ غوړي ورکول چې وروستو به ددغو اړو اؤ ګوړې نه وړو لیټي یا شیره پخوله اؤ په ګډه به یې خوړله

دا تاڼه ماتوم ،اسپاهي ته نعرې کوم

په درمن یا ډاګه کې به ډیر واړه په یوه ګول دائره کې ودریدل ، یو ماشوم به دهغوئ په مینځ کې ولاړ ؤ ، ټولو وړو به خپلو کې یو بل له لاسونه وړکړل اؤ دغه یو ماشوم به یې دخپلو لاسونو دیوال کې راایسار کړو،

په مینځ ولاړ ماشوم به دیوال کړل شوي لاس خواله ورتلو دهغې دماتولو اندازه به یې اخسته اؤ په لوړ غږ به یې ویل” دا ټانه ماتوم “نورو وړو به جواب ورکړو” اسپاهي ته نعرې کووم “ اؤ چې بیا به دغه ماشوم ته کوم لاسونه لږ سست ښکاره شول هغې له به یې په زوره خپل لاس راخلاص کړو،اؤ دلاس دیوال نه یې ورله مات کړو اؤ ددائرې نه بهر به ووتلو ، که لاسي حصار به یې مات نکړی شو نو نورو وړو به بیا دغه ماشوم په ګډه وهلو.

پلار مې تلی دی غلې له

په کوم کور کې چې به د ماشوم زیږیدلو علامې ولیدل شوې نو دهغه کور ماشومانو به دکوره بهر خپلو کې په چغه دا زمزمه کوله

پلار مې تلی دی غلی له

رابه شي غرمې له

ماله به پلي راوړي

پلي به زه غوا له ورکړم

غوا به ماله پۍ راکړي

پۍ به زه سیند له ورکړم

سیند به ماله کاڼی راکړي

کاڼی به زه خدایې له ورکړم

خدایې به ماله رور راکړي

یا روره پیدا شه

ستا په اوربل ډزې دي

ګډې وډې وریځې دي

تپه،تپه توڼي

ډیرماشومان به یو کټ کې راغونډ شول، لاسونه به یې موټی کړل اؤ موټی به یې دیوبل دموټي دپاسه کیښودو، تر ټولو لویې ماشوم به په دغه مهال لوړ غږ ویل

تپه ، تپه توني

تې وزر توڼي

چرګه مامولک

ونیسه ترې غوږ

دغوږ دنیولو سره سم به د ډیرو موټو نه یو لاس راپورته شو اؤ دنزدې ماشوم نه به یې غوږ ونیولو اؤ دغسې به تر اخره ټولو ماشومانو دیوبل نه غوږونه نیول اؤ دغوږونو نیولو په حالت کې به کټ کې ټول ودریدل،مستیانې به یې شروع کړې اؤ یو بل به یې له کټه په داسې حال کې غورځول چې غوږونه یې دیو بل لاس کې راښکلي پاتې کیدل اؤ چې کوم ماشوم به کټ کې پاتې شو هغه به لوبه ګټلې وه

(نور بیا)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG