لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د حافظ سعيد په خوشي کولو پاکستان ته خبرداری ورکړی


امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰ملينه ډالرو انعام اېښودی ؤ.
امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰ملينه ډالرو انعام اېښودی ؤ.

امريکې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد بيرته ونيسي او محاکمه يې کړي کنه د امريکا او پاکستان دوه اړخيزه اړيکې به اغېزمنې شي.

امريکا د شنبې يا خالي په ورځ دغه خبرداری وروستو له هغې ورکړی چې د جمعې په ورځ پاکستاني چارواکو حافظ سعيد د عدالت په امر خوشی کړی دی، د امريکا لخوا د ګرځول شوې ډلې مشر نزدې د ۱۰ مياشتو پورې په کور بند ؤ.

امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰ملينه ډالرو انعام اېښودی ؤ.

سپينې ماڼۍ د شنبې په ورځ د حافظ سعيد د خوشي کولو غندنه کړې او ويلي يې ؤ، دا د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې ته د خفګان پېغام دی، کومې جګړې سره چې پاکستان ژمنه کړې په خپله خاوره به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

سپينې ماڼۍ ويلي، "که پاکستان حافظ سعيد د هغه د کړو جرمونو په سر د قانون منګولو ته نه راولي، نو د دې اغېزې به په دوه اړخيز اړیکو وي او پاکستان به د نړیوال غبرګون سره مخامخ شي".

بيان کې د صدر ډونلډ ټرمپ د سویلي اسيا دپاره پاليسۍ يادګېرنه هم شوې چې پاکستان سره بيرته اړيکې ښې کوي خو د پاکستان نه تمه کوي چې د سيمې دپاره خطرناکو ترهګرو ډلو په ضد به عمليات وکړي کوم چې د پاکستان په خاوره دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، "د حافظ سعيد خوشي کول غلط لوري ته ګام دی، د پاکستان د حکومت سره موقع ده چې د هر ډول ترهګرۍ پر ضد سنجيدګي وښايي او حافظ سعيد د هغه په جرمونو کې بيرته ونيسي".

حافظ سعيد د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر دی، کومه ډله چې له دې وړاندې د لشکرطيبه په نوم وه. حافظ سعيد د ممبي په بريدونو کې د ککړتيا رد کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویلي حافظ سعيد يې د عدالت په امر د قانون ترمخه خوشی کړی دی، او پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

حافظ سعيد وايي د امريکا او هند په فشار په کور کې بند کړی شوی ؤ.

اسلام اباد وايي واشنګټن او نوي دهلي ورته د حافظ سعيد په اړوند هيڅ ثبوتونه نه دي ورکړي چې هغه د ممبۍ په بريدونو کې ککړ وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG