لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پوهنتون کې د زده کوونکو احتجاجي ناسته په درېمه ورځ روانه ده


زده کوونکي وايي د غوښتنو منلو پورې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.
زده کوونکي وايي د غوښتنو منلو پورې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

پېښور پوهنتون کې زده کوونکي په درېمه ورځ هم په احتجاجي پرلت ناست دي، او وايي د غوښتنو منلو پورې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

پوهنتون کې د زده کوونکو د سازمانونو د ګډ اتحاد (متحده طلبه محاذ) مشر بلال خان وايي، "د پېښور پوهنتون د انتظاميې، صوبايي حکومت او د ملک د اعلی تعليم کمېسون (اېچ اي سي) نه غوښتنې کوي چې د داخلو او کال د زده کړو ۱۰فيصده فيس سېوا کولو پرېکړه دې واپس واخلي".

"دوي په نورو غوښتنو کې هاسټلو کې اسانتياوې، د حقدارو زده کوونکو دپاره وظيفې، صوبايي حکومت نه فنډ او نورو خبرو ترڅنګ د جينکو ځورولو د مخنيوي دپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنې کوي".

بلال په خپله پوهنتون کې د پښتون سټوډنټ فېډرېشن مشر دی، وايي د پوهنتون د بېلابيلو څانګو مشران، استازان او کلرکان ټول د جينکوزده کوونکو په ځورولو کې ککړ دي.

هغه وويل په دغه اړوند د ځينو پېښو پلټنې هم روانې دي دوي غوښتنه کوي چې هغه پلټنې دې ښکاره کړی شي او پېښو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړی شي.

احتجاجي پرلت کې شامل يو بل زده کوونکی اول شېر چې د اسلامي جمعيت طلبه مشر دی هغه وويل دوي ته پوهنتون کې د نورو ستونزو سره تر ټولو غټه ستونزه د فيسونو ده.

هغه وويل چې "يو زده کوونکي به په کال ۲۰۱۲م کې ۲۶ زره روپۍ فيس جمع کوو اوس به په ۲۰۱۷م کې هغه ۴۹زره روپۍ فيس جمع کوي دوي د ۱۰ فيصده اضافې په ځای ۱۲۰ فيصده اضافه کړې او په څلور کاله کې ۴۰ فيصده اضافه شوې ده".

هغه وويل که دغه رنګ پاليسيانې دوامداره ساتل کيږي نو غريب زده کوونکي به د تعليم نه محرومه پاتې شي.

هغه زیاته کړه د پوهنتون لخوا ورسره د خبرو دپاره يوه ډله جوړه شوې او هغوي ورسره د فيسونو نه علاوه نورې ځينې غوښتنې منلې هم دي خو نوموړی وايي چې په ليکلي بڼه ورته باور نه وي ورکړی شوی تر هغې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

په احتجاجي ناسته کې زده کوونکې جينکۍ هم شاملې دي او هغوي هم وايي دوي به د غوښتنو منلو پورې په احتجاج ناستې وي.

د احتجاج کوونکو په وېنا د زده کوونکو په ګډه اتحاديه کې د پښتون سټوډنټ فېډرېشن، اسلام جمعيت طلبه، انصاف سټوډنټ فېډرېشن، پښتونخوا سټوډنټ ارګنائزېشن، پيپلزسټوډنټ فېډرېشن او پوهنتون ټول زده کوونکي شامل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG