لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو وتلی شاعر اؤ نقاد ریاض تسنیم وفات شوی


ارواښاد د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته ؤ، 
ارواښاد د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته ؤ، 

دپښتو ژبې وتلی شاعر او نقاد رياض تسنيم د ۴۹ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د کراچۍ په يو شخصي روغتون کې ساه ورکړه.

رياض تسنيم د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې د کراچۍ په بېلابيلو سرکاري او شخصي روغتونونو کې د درملنې لاندې ؤ او نن د دوشنبې یا ګل په ورځ يې ساه ورکړه.

ارواښاد د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته ؤ،

ټاکل شوې ده نوموړی نن ماسخوتن اووه بجې په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

تسنيم د خېبرپښتونخوا د چارسده ضلعې سواتو کلي کې زېږېدلی اود ۹۰ د لسیزې د وړومبیو کلونو نه په کراچۍ کې مېشت ؤ،

هغه د پوليس په محکمه کې دنده ترسره کوله.

د هغه نه پسمانده ګانو کې دوه بچي دایم شاه او عدینه او مېرمن پاتې شوه

پښتانه شاعران اديبان د رياض تسنيم په مړينه د پښتو ادب دپاره زيان ګڼي.

دپښتو ژبې وتلي لیکوال اؤ د اسلامیه کالج پوهنتون دپښتوڅانګې مشر ښاغلي اباسین یوسفزي د ریاض تسنیم مړینه پښتو ادب دپاره یو ستر زیان بللی دی اؤ ویلي یې دي د ریاض تسنیم پشان د لوړ فکر، سوچ اؤ شعور خاوندان په پیړیو کې چرته یو،نیم پیدا کیږي.

ښاغلي اباسین یوسفزي زیاته کړې ده ښاغلي تسنیم په شاعرۍ کې نه یوازې خپل یو ځانګړی سبک لرلو بلکې د جدید غزل شورو هم د ریاض تسنیم دشاعرۍ څخه کیږي.

“هغه چې کوم نوي نوي تشبیهات، استعارې اؤ کنعایې په خپله شاعرۍ کې راوړي دي ، دغه ریاض تسنیم په ټولو شاعرانو کې ناویاته کوي”

اباسین یوسفزي وویل ریاض تسنیم د یو مترقي فکر لیکوال ؤ اؤ دهغه دفکر عمده محور انسانیت سره مینه وه.

د ریاض تسنیم کتابونه

رياض تسنيم پينځه کتابونه ليکلي وو چې نومونه یې په لاندې ډول دي

دا کوم رنګ مې کشيد کړی (شاعري)، چندڼ (شاعري) زه که دا وارې اوده شوم (شاعري)، د خوشحال انتخاب او رپورتاژ (بېډ نمبر ٢٨ (نثر).

بیډ نمبر ٢٨ هغه څو کاله د مخه د خپلې سختې ناروغۍ په حال کې په روغتون کې لیکلی ؤ،

هغه د کراچۍ په سرکاري جناح روغتون کې يو وارډ کې په بېډ نمبر ۲۸ باندې ٢٨ ورځې بستر ؤ.

د ناروغۍ وروستو يې په دغه رپورتاژ کې د ۲۸ ورځو قيصه په خوندرو انداز کې راټوله کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG