لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د ګواښونو سره مخ دي


فعالان وايي پاکستاني چارواکي د نورو هېوادونو دپاره غږ پورته کوي خو په خپل ملک کې دننه د حقونو په سرغړونو سترګې پټوي.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي په دغه هېواد کې د بشري حقونو دپاره غږ پورته کوونکي په خپله خوندي نه دي د بشري حقونو د خونديتوب اندازه د دې نه کول پکار دي.

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېسون د سندهـ څانګې مشر اسداقبال بټ وايي، "دلته د بشري حقونو دپاره غږ پورته کوونکي فعالان او د بشري حقونو په مسلو خبر ورکوونکي خبريالان په خپله د ګواښونو سره مخ دي او بې درکه کيږي، نو د عام وګړي اندازه دې د دې نه ولګول شي".

نوموړي ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل "دلته ملکي ادارې خلک اوچتوي، ځينې پکې ووژل شي او ځينې بيا څو څو مياشتې پس خوشي کړی شي، بيا د ملک عدالتونه هم دغه پوښتنې نه کوي چې دا خلک چرته او ولې بې درکه کړی شوي وو".

پاکستان کې هم نن د ګردې نړۍ په څېر د بشري حقونو ورځ نمانځل کيږي چې موضوع يې ده د بشري حقونو دپاره ودرېږئ، سږ کال د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې منظورېدو ۷۰ کاله هم پوره شو.

خو پاکستان ک فعالان وايي د دغه هېواد په جوړ ائين کې هر چاته د بنيادي حقونو ورکولو ژمنه شوې ده خو دلته ټولې پرېکړې زورور قوتونه کوي يا په زوره کولی شي.

د بشري حقونو بل فعال سرور باري وايي "دلته د قانون په اساس پرېکړې نه کیږي او که د چا سره په لاس کې لږ قوت وي، لس تنه سړک ته راوستی شي يا ټوپک راخستی شي نو د هغو په وړاندې بيا رياست لاسونه اوچت کړی ولاړ وي".

نوموړی وايي پاکستان کې چې "د پوځ او ملا ترمنځ کومه جوړه ده او دلته هر څه روان دي، په دې کې امريکا او لويديځ هم رول لوبولی دی او افغانستان کې چې د جهاد په نوم څه شوي وو دا نن د هغې پايلي دي".

د سرور باري په وېنا دلته د اوږدې مودې پورې رياست مذهب يا مذهبي ډلې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ دپاره کارولی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي دلته حکومت ادعاوې خو کوي چې د بشري حقونو د خوندي ساتلو ترڅنګ هر چا ته د اظهار رای ازادي ترلاسه ده او د ملک د ټولو وګړو سره يو شان رويه ساتل کيږي.

خو فعالان نيوکې کوي چې دلته تش په نوم ادعاوې کيږي او چا سره هم په ملک کې د موجود قوانينو ترمخه چلن نه کيږي.

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان صدر ممنون حسېن په خپل پېغام کې ويلي چې حکومت يې د بشري حقونو د ساتنې او ودې دپاره ژمن دی او د ملک د هر وګړي د ازادۍ او احترام دپاره هڅې دوامداره ساتي.

دغه راز وزيراعظم شاهدخاقان عباسي هم ويلي حکومت يې ژمن دی چې د بنيادي حقونو سره ټولو انسانانو ته د برابرۍ په اساس سوله ييزه ټولنه ورکړي او هر ډول امتيازي سلوک نه ساتنه يقينې کړي.

د پاکستان وزیراعظم په ګرده نړۍ کې په انصاف ولاړ داسې نظام جوړولو باندې ټینګار کړی چې د ټولو وروروليو او قوميتونو سره تړاؤ لرونکو خلکو ته پکې يو شان زمينې برابرې وي او بې د توپيره ورته د برابرۍ حقونه ترلاسه وي.

فعالان وايي پاکستاني چارواکي د نورو هېوادونو دپاره غږ پورته کوي خو په خپل ملک کې دننه د حقونو په سرغړونو سترګې پټوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوېه پلاوي د افغانستان هرکلی کړی چې د بشري حقونو او بنيادي ازادیو د ساتنې په برخه کې ژمن دی.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر استازي تداميچي یاماموتو په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت راجوړې غونډې ته په په وېنا کې د افغانستان حکومت ته اومبارکي ویلې چې د بشري حقونو د شورا غړيتوب يې ترلاسه کړی دی.

نوموړي ويلي افغانستان کې بشري حقونه اوس هم د ډېری ننګونو سره مخ دي خو ملګري ملتونه ژمن دي چې په دغه لړ کې د افغان حکومت او اړونده ټولو ادارو سره په ګډه کار وکړي او په دغه برخه کې بريا ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG