لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې ۱۰۰۰ پرايمري سکولونه تړلي دي


په تېرو دوه لسیزو کې د ووټونو ترلاسه کولو دپاره دا سکولونه بې ځايه جوړ کړی شوي او اوس په يو سکول کې د ماشومانو شمېره د ۴۰ نه کمه ده ځکه يې دبندولو پرېکړه کړې ده.
په تېرو دوه لسیزو کې د ووټونو ترلاسه کولو دپاره دا سکولونه بې ځايه جوړ کړی شوي او اوس په يو سکول کې د ماشومانو شمېره د ۴۰ نه کمه ده ځکه يې دبندولو پرېکړه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د تعلیم محکمې په صوبه کې د ابتدايي زده کړو ۱۰۰۰ (پرايمري) سکولونه تړلي او د دغو سکولونو ماشومان يې نورو سکولونو ته لېږلي دي.

ډان ورځپاڼې د سرچينو لخوا ويلي چې په تېرو دوه لسیزو کې د ووټونو ترلاسه کولو دپاره دا سکولونه بې ځايه جوړ کړی شوي او اوس په يو سکول کې د ماشومانو شمېره د ۴۰ نه کمه ده ځکه يې دبندولو پرېکړه کړې ده.

خو راپور د یو سرکاري چارواکي له خلې ليکلي په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ۱۰۰۰ سکولونو تړلو باوجود بيا هم لګيا دی وزیراعلی پروېزخټک د خپلو خلکو خوشحالولو دپاره نور سکولونه جوړوي.

چارواکي ويلي د تعليم محکمه د وزيراعلی په وړاندې بې وسه ده او د هغه په لارښوونه عمل کوي.

چارواکي د نوم نه ويلو په شرط ويلي، د نوؤ سکولونو جوړولو دپاره د اسمبلۍ نه بجټ منظور کړی او د تعليم د محکمې د مشورې پرته د وزيراعلی او ممبرانو په خوښه په نامناسبه ځايونو کې سکولونه جوړول کيږي.

د تعليمي چارو کارپوهه خادم حسېن وايي، د دغو سکولونو تړلو سره به بدامنۍځپلې صوبه کې د سکولونو او تعلیم حال نور هم خراب شي ځکه چې په ترهګرۍ کې ويجاړ شوي سکولونه تراوسه لا نه دي جوړ شوي.

نوموړی وايي " د غېر دولتي شمېرو ترمخه دا وخت نزدې ۳۰ لاکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي نو دا وخت په صوبه کې ۱۰۰۰ نور سکولونه جوړول پکار دي چې د سکولونو نه بهر او کډوال شوي ماشومان سکولونو ته راوستی شي".

ښاغل حسېن وايي د "۱۰۰۰ سکولونو تړلو سره نور ۴۰ زره ماشومان بې ځايه شو او په ځای د دې چې د ۲۰ کالو راهسې روان سکولونه د ماشومانو د کمې شمېرې له امله تړل کيږي، پکار وه چې دغو سکولونو ته نور ماشومان راوستی شوی وی".

هغه دا هم وويل د دغو سکولونو تړلو په ځای دا شخصي مرستندويه ادارو ته سپارل کېدی شو چې هغو پکې دغو ماشومانو ته زده کړې ورکولی ځکه چې ډېری شخصي ادارې داسې کارونو ته تيارې دي.

نوموړي د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت نيوکې هم وکړې چې د دوي د تعليم دپاره جوړې نصابي او د استازونو د روزنې دپاره جوړې پروژې هم ناکامه شوي دي.

د ډان د راپور ترمخه په تړل شوؤ سکولونو کې زیاتره په کليوالو سيموکې په لرو پرتو علاقو کې جوړ وو، چې پکې د پېښور ۴۵، مانسهرې ۱۰۰، اېبټ اباد ۶۵، بنو ۶۰، بټګرام ۹۰، کوهستان ۸۷، چارسدې ۵۸، چترال ۵۵، مردان ۶۰، هري پور ۶۰، صوابۍ ۵۵، لکي مروت ۶۰، ډېره اسماعيل خان ۱۲، ملاکنډ ۱۵، سوات او ټانک ۱۰، ۱۰، تورغر اووه او نوښار ۴ سکولونه شامل دي.

د تعلیم د محکمې د معيار ترمخه په چاپېره پرتو ۱۰۰۰ کورونو کې چې ۱۶۰ ماشومان په سکولونو کې داخلوي او په يو نيم کلوميټر کې ورسره بل سکول نزدې نه وي هلته به نوی سکول جوړيږي.

خو سرچينې وايي که د محکمې چارواکي د مناسبه سکولونو جوړولو نه انکار وکړي نو د وزيراعلی او ممبر په وېنا بيا هغه سکولونو جوړيږي.

ډان ورځپاڼې د وزيراعلی پروېزخټک په خپله ضلع نوښار کې د مانکي شريف د بهادرخېلو په علاقه کې د دغه ډول سکول جوړولو حواله ورکړې ده.

د تعلیم د محکمې يو چارواکي ویلي د تړل شوؤ سکولونو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې چې د ودانو سره به یې څه کولی شي خو دا وړايزونه شته چې د تعلیم محکمه پکې غېر رسمي سکولونه روان کړي او يا يې شخصي سکولونو ته ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG