لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېت المقدس دې د فلسطين او اسرايل دواړو پلازمينه وي، يورپي يونين


فېډرېکا موغېريني ويلي د ټولو يورپي هېوادونو دريځ دی چې يروشلم دې يواځې د اسرايل پلازمينه نه وي
فېډرېکا موغېريني ويلي د ټولو يورپي هېوادونو دريځ دی چې يروشلم دې يواځې د اسرايل پلازمينه نه وي

يورپي يونين په ډاګه کړې ده چې بېت المقدس يا يروشلم د اسرايل او فلسطين ګډه پلازمينه جوړېدل پکار دي، او دغه کار د دواړو فريقېنو ترمنځ د خبرو د لارې احتمال لري.

د يکشنبې په ورځ برسلز کې خبريالانو سره په خبرو کې د يورپي يونين د بهرنوچارو مشرې فېډرېکا موغېريني ويلي د ټولو يورپي هېوادونو دريځ دی چې يروشلم دې يواځې د اسرايل پلازمينه نه وي بلکې د دواړو هېوادونو پلازمينه جوړېدل پکار دي.

هغې ويلي د يورپي يونين د دريځ نه یې د فلسطين صدر محمود عباس خبر کړی دی او د دوشنبې يا ګل په ورځ به د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو سره په ليدنه کې هغه ته هم دغه خبره وکړي.

د اسرايل وزیراعظم د دوشنبې په ورځ د يورپي يونين د بهرنو چارو د وزيرانو سره ويني په کومه ایجنډا کې چې ويل کيږي د اسرايل د پلازمينې په اړه د امريکا تازه پرېکړه به په سر کې وي.

څو ورځې وړاندې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه منلو او د تل ابيب نه هلته د امريکايي سفارتخانې منتقل کولو اعلان کړی ؤ.

د مسلمان هېوادونو نه علاوه يورپي يونين هم د صدر ټرمپ دغه پرېکړه رد کړې او ويلي يې دي د بېت المقدس پرېکړه دې د فلسطين او اسرايل ترمنځ په خبرو کړې وشي.

د اسرايل وزيراعظم د يورپي مشرانو په دريځ سخت ټکونه کړي دي.

فرانس ته د سفر نه وړاندې نېتن ياهو ويلي ؤ چې د يورپ احترام کوي خو د اسرايل په اړوند دوه مخی معيار يې ورته د منلو وړ نه دی.

هغه ويلي د صدر ټرمپ د تاريخي فېصلې په ضد يې د يورپ نه د غندنې غږونه اورېدلي خوپه اسرايل د راکټو د بریدونو څوک غندنه نه کوي.

د يکشنبې په ورځ د فرانس صدر ايمانوئيل ميخوا سره د ليدنې وروستو ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې د اسرايل وزیراعظم ويلي يروشلم تل د اسرايل پلازمينه پاتې شوې او چې فلسطين يې څومره زر ومني سولې پله به پرمختګ وشي.

په دغه مهال د فرانس صدر په اسرايل د راکټو د بريد غندنه کړې خو دا يې هم ويلي دي چې د صدر ټرمپ د يروشلم په اړوند د پرېکړې مخالف دی.

هغه ويلي د امريکې د صدر پرېکړه د نړيوالو قوانينو پرضد او دغې پرېکړې خپله اسرايل د امنيت د خطر سره مخ کړي دي.

د ټرمپ د پرېکړې په ضد څو اسلامي ملکونو کې احتجاجي مظاهرې روانې دي او د عرب هېوادونو استازي سازمان عرب ليګ مشرانو د نړیوالې ورورولۍ نه غوښتي چې د امريکايي صدر د فېصلې په غبرګون کې دې بېت المقدس د فلسطين پلازمينه ومني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG