لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي ګوندونو د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده نه وړاندې کول غندلي

عوامي نيشنل ګوند او پاکستان پيپلزپارټۍ د پاکستان مسلم ليګ (ن) د حکومت غندنه کړې چې د قامي اسمبلۍ د ايجنډې نه يې فاټا ته د پېښور هايي کورټ او سپریم کورټ اختیار غځولو په اړه قانوني مسوده بهر کړې ده.

د دوشنبې په ورځ تمه کېده چې د فاټا اصلاحاتو په اړوند قانوني مسوده به د قامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې شي.

پرون د قامي اسمبلۍ کې د فاټا په اړوند د قانوني مسودې نه وړاندې کولو په ضد پارليمان کې مخالفه ګوندونه د غونډې نه احتجاجا وتلي وو او نن يې واک اؤټ کړی دی.

په پارليمان کې د مخالفه ګوندونو مشر خورشيد شا نن ويلي، قانوني مسوده نه وړاندې کول د پارلیمان سپکاوی دی او دوي نه غواړي چې د دغه سپکاوي برخه جوړ شي.

پاکستان پيپلزپارټۍ په خپل ټويټر ليکلي،
"د ګوند چيئرمېن بلاول بټو زرداري د قامي اسمبلۍ د غونډې نه د فاټا د اصلاحاتو په قانوني مسوده لرې کولو د پاکستان مسلم ليګ (ن) غندنه کوي".

دغه ډول د عوامي نيشنل ګوند بشری ګوهر هم د مسلم ليګ (ن) د حکومت په دغه عمل سخته غندنه کړې ده.

بشری په ټويټر ليکلي،

"پښتنو تر کله پورې به خپل واک اختیار له منتونه کوئ؟ تر کله پورې به د فاټا پښتانه د غلامۍ ژوند تېروي؟"

د فاټا په اړوند د قانوني مسودې نه وړاندې کولو په غبرګون کې ځينې سياسي ګوندونو او د قبايلي سيمې پارلیماني غړو په پارليمان کې احتجاج هم کړی دی.

تېره اوونۍ د حکومتي واکمنه ګوند د مرکزي کابینې وزیر عبدالقادر بلوچ او د فاټا د اصلاحاتو کمیټۍ مشر سرتاج عزیز اعلان کړی ؤ چې راتلونکې اوونۍ به د فاټا نه د انګرېز جوړ قانون اېف سي ار لرې کړی شي.

پارليمان کې د قانوني مسودې نه وړاندې کولو وروستو د فاټا پارلیماني غړو او زدکوونکو د حکومت او اېف سي ار په ضد نعرې وهلي، او په حکومت يې نيوکې کړي چې د محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان په وېنا يې دغسې وکړه.

د دفاعي چارو کارپوهه (ر) بريګېډيئر اسدمنیر په ټویټر د مسلم ليګ (ن) په حکومت نيوکې کړي او ويلي يې دي،

"په داسې وخت کې چې پي ټي ايي د فاټا دپاره اعلان کړی پي اېم اېل (ن) اچکزۍ او فضل الرحمان نشي باېللی، ټول په فاټا ريفارمز سياست کوي څوک هم مخلص نه دي".

د مسلم ليګ (ن) د حکومت اتحادي پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزۍ او جمعيت علمااسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دريځ لري د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره دې د سيمې د خلکونه د رېفرنډم د لارې تپوس شي.

خو د دغو دواړو ګوندونو نه علاوه په پارلیمنټ کې نمایندنګي لرونکي نور لوې ګوندونه پاکستان پیپلزپارټي، پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فاټا د اصلاحاتو او په خېبرپښتونخوا کې د سیمې د ورګډولو کلک ملاتړ کوي.

جماعت اسلامي ډله د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو او د سيمې نه د اېف سي ار قانونولرې کولو دپاره اسلام اباد ته لاريون هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG