لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مياشتې ليدو دپاره نوی قانون جوړيږي


د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشري مفتي منيب الرحمان کوي.
د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشري مفتي منيب الرحمان کوي.

د پاکستان په مرکزي حکومت نيوکې کیږي چې هر کال په ملک کې په يوه ورځ اختر نمانځلو کې پاتې راځي او په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ځايي جوړې کمېټۍ د مشر مفتي شهاب الدين پوپلزۍ په اعلان اختر کيږي.

د پېښور په تاريخي جومات قاسم علي خان د مياشتې ليدنې دپاره جوړه حکومتي کميټي رويت هلال چېلنج کوي او د حکومتي هڅو او فشار باجود ښاغلی پوپلزۍ په خپله د اختر د میاشتې ليدو اعلان کوي.

په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې خلک په رويت هلال کمېټۍ يقين کوي او دريځ لري چې مياشت د اسمان منځ له راشي نو دغه کميټې يې وويني.

خو اوس د مذهبي امورو وزارت د نوي اسلامي کال پېلېدود میاشتې ليدو (کلېنډر) دپاره نوی قانون جوړوي او په دغه اړوند مرکزي کابينې ته مسوده وړاندې کړې ده.

ښاغلی مفتي پوپلزی وايي دغه قانون جوړېدی نشي ځکه چې د هغه په وېنا " دا د ايين خلاف دی او په ملک کې د قران او سنت خلاف قانون نشي جوړېدی".

ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل " زمونږ اعلان په اصل کې اختلاف برای اختلاف نه دی دا اختلاف هغه وخت پېدا کيږي چې دا مياشت په وطن کې وليدی شي شهادت راشي او دوي (مرکزي رويت هلال کميټي) هغه شهادت قبلوي نا، نو په دغه صورت کې مونږ د قران وسنت په رڼا کې اعلان کوو".

د رويت هلال کمېټۍ ۲۰۱۷م په نوې قانوني مسوده کې ويل شوي چې څوک د حکومتي مرکزي کمېټۍ د اعلان نه وړاندې د مياشتې ليدو اعلان وکړي يو کال قېد او دوه لاکه روپۍ جرمانه به پرې لګول کيږي.

په نوې کمېټۍ کې به د څلور واړو صوبو، قبايلي سيمې (فاټا)، ازادکشمیر او ګلګت بلتستان نه دوه دوه غړي اخستل کیږي، دغه راز د موسمياتو د محکمې او مذهبي وزارت غړي به هم د کمېټۍ برخه وي.

په مسوده کې دا هم ويل شوي که کوم ټيلي ويژن چېنل د سرکاري اعلان نه وړاندې خبر وچلوؤ لس لاکه روپۍ جرمانه به پرې لګول کيږي.

د مسودې ترمخه که څوک د مياشتې ليدو غلط خبر وکړي په هغه ته د شپږو مياشتو بند او ۵۰ زرو روپو جرمانه اورولی شي، د کمېټۍ چيئرمېن به د درېو کالو پورې وي.

قانوني مسوده به د منظورۍ دپاره مرکزي کابينې ته لېږلی شي او دهغې وروستو به پارليمان ته وړاندې کيږي.

ښاغلي پوپلزي وويل "د دوي خپله روانه سلسله په هيڅ صورت څوک نشي بندولی او نه يې څوک په دنياوي لالچ بندولی شي".

هغه دا هم وويل چې د دغه مسلې د هواري دپاره دوي د ضلعي کچې نه تر پارليمانه پورې حل وړاندې کړی او څوک پرې اعتراض هم نه لري خو مرکزي رویت هلال کميټي په ضد ولاړه ده.

پوپلزی وايي مرکزي رویت هلال کميټي اوس غېر اييني شوې ده او کوم منشور نه لري.

د دغه پوښتنې که تاسو ته په نوې قانون کې په جوړېدونکې کمېټۍ کې د شاملېدو وويل شي؟ ځواب کې مفتي شهاب الدين پوپلزۍ وويل،

"دوي به په دغه معامله کې د حکومت په هر سنجيده کوشش کې تعاون کوي او په منصب اخستو او د قران او سنت خلاف او ايين پاکستان خلاف د قانون جوړولومخالفت به کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG