لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فريډم نېټ ورک د بشري حقونو فرانسي جايزه ګټلې


فريډم نېټ ورک په پاکستان کې د بيان او رای د ازادۍ ترڅنګ د خبريالانو، ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوي.
فريډم نېټ ورک په پاکستان کې د بيان او رای د ازادۍ ترڅنګ د خبريالانو، ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوي.

د فرانس حکومت د بشري حقونو د ازادۍ دپاره کارکوونکي پاکستاني غېر دولتي سازمان (فريډم نېټ ورک) ته د بشري حقونو جايزه ورکړې ده.

فريډم نېټ ورک په پاکستان کې د بيان او رای د ازادۍ ترڅنګ د خبريالانو، ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوي.

د فريډم نېټ ورک د سازمان مشر اقبال خټک وايي دا زمونږ دپاره د خوشحالۍ خبره ده او "د دغه اېوارډ سره زمونږ ه حوصلې نورې کلکې شوې او دغه اېوارډ مونږ پاکستان کې د هغو خلکو په نامه کړی چې د بشري حقونو، د رای د ازادۍ او ژورنالزم په لړ کې يې قربانۍ ورکړي او خدمات ترسره کوي".

د فرانس حکومت د Human Rights Prize of The French Republic په نوم جايزه د کال د۱۹۸۸م راهسې هغو سازمانونو ته ورکوي چې څوک د بشري حقونو دپاره په خپلو سيمو کې خدمات ترسره کوي.

سږ کال د پاکستان د فريډيم نېټ ورک ترڅنګ پينځه ؤ نړیوالو ادارو ته دا جایزه ورکړل شوې ده.

اقبال خټک وايي، پاکستان کې بشري حقونه د سختو ګواښونو سره مخ دي او هغه خلکو يا سازمانونو ته هم ګواښونه کيږي چې د بشري حقونو او د بيان د ازادۍ دپاره کار کوي خو فريډم نېټ ورک به د دغو خلکو دپاره په هر ځای کې غږ پورته کوي او دغه مبارزه به دوامداره ساتي.

د فريډم نېټ سازمان نزدې څلور کاله وړاندې جوړ شوی او دا سازمان پاکستان کې د خبريالانو د حقونو، د بيان او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوي او په دغه لړ کې چې څومره سرغړونې کيږي هغه څاري.

ښاغلی خټک وايي دوي وخت په وخت حکومت ته په دغه برخه کې خپلې زمه واري ور په ګوته کوي.

نوموړي په وروستيو کې د خېبرايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې د پينځه ؤ خبريالانو د نيولو حواله ورکړه او وې ويل چې دوي په دغه اړوند د چارواکو سره تماس ونيوؤ او ورته يې وويل که ژورنالسټ غلط کار کوي د قانون مطابق چلن دې ورسره وشي.

خو "ژورنالسټان ټررسټان (ترهګر) نه دي او نه دې د ژورنالسټانو سره د ټېررسټانو په شان عمل وشي د بده مرغه په دغه پېښه کې د ژورنالسټانو سره د ترهګرو په رنګ عمل شوی دی".

هغه وويل دا ډېره بده او د شرم خبره ده چې حکومتي ځواکونه خبريالانو ته د ترهګرو په نظر ګوري.

خو د پاکستان ادارې تل وايي د بشري حقونو سرغړونې نه کوي.

ښاغلي خټک وايي پاکستان کې په هر ځای کې خبريالان کولی شي چې کومه ستونزه ورته ورپېښه وي د فریډم نېټ ورک سره یې شريکه کړي.

پاکستان اوس هم په نړۍ کې د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار دی او د فريډم نېټ ورک ترمخه پاکستان کې په تېرو ۱۵ کالو کې ۱۱۷ ژورنالسټان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG