لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"که زغملی مو نشئ په روس يا جاپان مو خرڅ کړئ"


زدکونکو خبري غونډې ته په وېنا کې وويل د پروني بريد وروستو په سيمه کې بيا بد حال جوړ دی کرفيو لګول شوې او پوځ د ټولې علاقې کورونه لټولي او سړي يې نيولي دي.
زدکونکو خبري غونډې ته په وېنا کې وويل د پروني بريد وروستو په سيمه کې بيا بد حال جوړ دی کرفيو لګول شوې او پوځ د ټولې علاقې کورونه لټولي او سړي يې نيولي دي.

"د خدای دپاره مونږ که زغملی نشئ چرته په روس يا جاپان مو خرڅ کړئ، تاسو به راباندې په ټک ودان شئ او مونږ به هم اېډوانس شو مونږ به هلته لاړ شو خېر دی د هغو سره دې يُو، ستاسو نه خو به خلاص شو".

دغه خبرې د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان رحيم داوړ دي، څوک چې په پېښور پوهنتون کې زدکړې کوي.

داوړ د نورو ملګرو سره په ګډه پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه کړې او په مهال يې ډيوه رېډيو ته په شمالي وزيرستان کې د تازه ترهګرو بريدونو وروستو د پوځي عملياتو احوال تېر کړی دی.

پرون د سه شنبې يا نهې په ورځ د شمالي وزيرستان مرکز ميران شا تحصيل کې په همزوني علاقه کې يو پوځي ګاډي باندې وسله وال بريد کې د يو افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروستو په علاقه کې چې نزدې شپږ کلي دي، هلته ګرزبندېز يا کرفيو لګول شوې چې تراوسه لا هم په ځاې ده.

ځينې راپورونه وايي پوځ د لټون په عملياتو کې ځينې مشکوک کسان نيولي خو په دغه اړوند کره خبر مخې ته نه دی راغلی.

د قبايلي سيمې سره تعلق لرونکو زدکونکو خبري غونډې ته په وېنا کې وويل د پروني بريد وروستو په سيمه کې بيا بد حال جوړ دی کرفيو لګول شوې او پوځ د ټولې علاقې کورونه لټولي او سړي يې نيولي دي.

رحيم داوړ ډيوه رېډيو ته وويل، "دوه درې هفتې کیږي چې زمونږ په کلي ډېر سخت عذاب راغلی دی قسمه قسمه دهماکې کيږي څلور کاله مونږ بهر وو دوي ټول کورونه لټولي دي د هغې باوجود بمونه پاتې شوي ابله ورځ يې دوه درې ماشومان غورځولي دي په درپه خېلو کې".

هغه وويل د پرونۍ پېښې وروستو پوځ ورغلی د کلي ټول خلک او د خبرې خاوندان يې نيولي بند کړي يې دي.

داوړ وويل د پوځ د سرلښکر، ايي اېس پي ار، کور کمانډر او ګورنر نه غوښښتنه کوي چې د خدای دپاره دې د دغو خلکو نه قلار شي.

د نيشنل يوت ارګنايزېشن مرکزي مشر محسن داوړ وويل مونږ د تازه رامنځته شوؤ بريدونو په سختو ټکو کې غندنه کوو.

هغه وويل درې نيم کاله خلکو وزيرستان خوشی کړی ؤ پوځ ادعاوې کوي چې سيمه يې پاکه کړې او اوس هم خلک په ۲۰ چيک پوستو تيريږي نو بيا ترهګر بريدونه څنګه کوي او دومره وسله د چرته نه راوړي؟.

او د ضرب عضب نه وروستو چې په وزيرستان کې هر ډول پېښه شوې دوي (پوځ) يې زور ځايي خلکو له ورکړی، د شپې په کورونو چهاپې وهل کیږي ټول کلی په عذاب کولی شي او خلک ټول نيول کیږي.

هغه زياته کړه امنيتي مسله د خلکو څخه نه ده پېښه ، په خپله دې امنیتي ادارې خپلې کمزورۍ وګوري او بله دا چې که په کوم خاص کور دوی چاپه وهي بايد ټول کلی په عذاب نه کړي د ښځو او ماشومانو خيال وساتي.

هغه وويل که دغه ډول عمل روان ؤ دوی به هم د خپلو احتجاجونو لړۍ وغځوي.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې پوځ په کال ۲۰۱۴م کې د تندلارو وسله والو په ضد پوځي عمليات کړي د کومو له امله چې د سيمې نه د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې.

وروستو پوځ ادعا کړې چې سيمه يې د تندلارو څخه پاکه کړې او کډه شوي زیاتره خلک هم بيرته ستانه کړی شوي دي.

خو په سيمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او ځايي خلک بيا تور لګوي چې پوځ بيا د سيمې خلک تنګوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG