ترکیې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ داړیکو په ښه کولو کې دخپل هر رقم رول ترسره کولو وړاندیز کړی خو دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي هیواد یې پاکستان سره یوازې یوازې هیواد په هیواد خبرو کولو ته چمتو دی.
په استنبول کې دترکیې دصدر طیب اردوغان اؤ افغان ولسمشر اشرف غني ترمینځ شوې لیدنه کې دترکیې صدر ویلي چې هیواد یې دې ته چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې اقدام وکړي او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دافغانستان د ولسمشر ماڼۍ لخوا دجاري شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي اشرف غني ویلي چې دافغانستان او امریکا د نوې ستراتیژۍ موخه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت دی او د افغانستان حکومت به د رامنځته شوي فرصت څخه مثبته او موثره استفاده وکړي.
هغه زیاته کړې ده چې دافغانستان حکومت تل مذاکراتو ته چمتو ؤ اوس هم په دوه بُعدونو کې د پاکستان سره دولت په دولت او طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو چمتو دی.
دبیان له مخې په دغه ناسته کې د ترکیې جمهور رئیس د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ د اعلان هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د وضعیت د تغیر لپاره مثبته ګڼلې ده.
دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې د تیرې ډیرې مودې راهسې تاوژنې دي اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې ددغه هیواد څخه ورانکاري د افغانستان په زمکه ترهګري کوي.
خو پاکستان مدام دافغانستان دغه تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان کې دسولې پلوي دي.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ داړیکو ښه کولو دپاره دامهال امریکا اؤ چین هم دمنځګړي رول ترسره کوي خو ورسره امریکا پخپله هم په پاکستان تورونه لګوي چې خپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي
ترکیې دافغانستان اؤ پاکستان اړیکو ښه کولو کې دمنځګړتوب وړاندیز کړی

پيښور —