لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا به پاکستان سره يو اړخيزه ګامونه پورته کړي


کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې پېنټاګون په دې خبره ټينګار کړی چې پاکستان سره دې هلته د موجودو ترهګرو د پټو ځالو په اړوند خبرو کې "بنيادي بدلون" وشي.

د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې کانګرس خبر کړی چې پاکستان سره به په بېلابيلو برخو کې يو اړخيزه ګامونه پورته کړي او ورسره به مرستې پراخه کړي چرته چې دوي په شریکو ګټو متفق وي.

کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې پېنټاګون په دې خبره ټينګار کړی چې پاکستان سره دې هلته د موجودو ترهګرو د پټو ځالو په اړوند خبرو کې "بنيادي بدلون" وشي.

پېنټاګون قانون ساز خبر کړي چې د امريکا نوې سټراټيجي د ټول حکومت او سيمه ييزه تګلارې څخه غوښتنه کوي چې طالبان د "بهرنو ملاتړو سرچينو" څخه جدا کړي او په دوي کې بهرنۍ اغېزې کمې کړي.

پېنټاګون په خپل راپور کې ويلي،" پاکستان سره زمونږ په پوځي کچ اړيکې اوس هم نازکې دي ترڅو په سيمه کې مونږ شريکو ګټو کې کاميابي ترلاسه کړو، او د مخ په وړاندې تلو دپاره به د پاکستان سره د دغه هېواد په خاوره د ترهګرو د پټو ځالو له منځه وړلو دپاره بنيادي بدلون راوستل وي".

پېنټاګون د امریکا حکومت ته د بدلون کولو په اړوند وړانديز کړی چې "پاکستان سره خپله همکاري پراخه کړو په کومو برخو کې زمونږ ګټې يو کيږي او په بېلابيلو برخو کې ورسره مونږ يو اړخيزه ګامونه پورته کړو".

دا وړومبی ځل دی چې د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند اعلان کړې تګلارې وروستو کانګرس ته رپورټ وړاندې کړی شوی دی.

صدر ټرمپ د اګست په ۲۱م اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې نه پاتې کيږي.

د روانې مياشتې په لمړيو کې د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د اسلام اباد سفر کړی او په پاکستان يې غږ کړی ؤ چې په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد دې خپلې هڅې نورې تُندې کړي.

له دې وړاندې د صدر ټرمپ د بیان وروستو نوموړي ویلي ؤ پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي. خو پاکستان بيا بيا دغه ادعا تکراروي چې په خپله خاوره يې د ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات ترسره کړي دي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه پېنټاګون کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې په ګوته کړې چې په سيمه کې د ۲۰ فعاله تندلارو ډلو په ضد د امريکا او افغان ځواکونو ګډو عملياتو ته اړتيا لري.

د پېنټاګون د رپورټ ترمخه اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰ نه سېوا تندروه ډلې فعاليت لري، او په سيمه کې دغه ګواښ ته ځواب د افغانستان په ملاتړ امريکايي دريځ ته اړتيا لري.

په رپورټ کې ويل شوي د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې اوس هم د القاعده، د القاعده برصغير (هند)، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان ځالې لري.

او " د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته د دغو ډلو موجودګي دواړو هېوادونو او سيمې دپاره ګواښ دی".

پېنټاګون ويلي په وروستيو کې د پاکستان پوځ د طالبانو په څېر ډلو په ضد عمليات کړي خو حقاني شبکه " لا هم په پاکستان کې ازاد فعاليت لري".

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

پېنټاګون ويلي،" امریکې د پاکستان مشرتابه د ټولو ترهګرو او تندروه ډلو په ضد د عملياتو کولو د ارزښت څخه خبر کړې ده".

رپورټ کې ويل شوي امريکا مني چې په افغانستان کې يې په سخته ترلاسه کړې ګټه اوس هم په نازک موړ ولاړه ده، او دا اوس هم د امريکا سفارتي، پوځي او اقتصادي سرچينو ته اړتيا لري چې د ۱۷ کالو جګړې د خبرو دپاره یې وکاروي.

د پېنټاګون په رپورټ کې د افغان حکومت او افغان اولس سره د مرستې د بيا ژمنې کولو څرګندونه شوې خو دا هم ورسره ويل شوي چې امريکا د افغان حکومت سره ژمنې کوي چې " دا به تلپاتې خو لامحدوده" نه وي او دا ملاتړ "خالي چيک نه دی".

د پېنټاګون په رپورټ کې ويل شوي، دا چې افغان حکومت د اصلاحاتو عمل دومداره ساتلی امریکا به يې د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړه کې سټراټيجيکي ملاتړ دوامداره ساتي.

او پېنټاګون په دې ټینګار کړی چې طالبان او ملاتړي يې د جنګ په مېدان کې کله هم ګټه نشي کولی دوي بايد د سولې دپاره د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG