لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په اصلاحاتو د وزيراعظم او قبايلي جرګې ناسته هم بې نتيجې ختم


په تېر دوه ورځو کې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه هم د فاټا اصلاحاتو په اړوند د مولانا فضل الرحمان سره ليده کاته کړي خو مولانا يې د خپل دريځ څخه نه دی اړولی.
په تېر دوه ورځو کې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه هم د فاټا اصلاحاتو په اړوند د مولانا فضل الرحمان سره ليده کاته کړي خو مولانا يې د خپل دريځ څخه نه دی اړولی.

د فاټا اصلاحاتو په اړوند د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او قبايلي مشرانو د لانجمن سپريم کونسل د جرګې ناسته هم بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلی او د فاټا اصلاحاتو په اړوند پکې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي "يو خو دغه د قبايلي مشرانو سپريم کونسل د مولانا فضل الرحمان د ګوند جوړه ډله ده او په دې کې هغه قبايلي ملکان شامل دي چې د حکومت نه ماجب (وظيفې) اخلي".

ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل "وزیراعظم له پکار وه چې دغه سپريم کونسل ته يې اهميت نه وی ورکړی او دا جعلي کونسل د فاټا په استازيتوب نه دی سبا بل څوک هم دغه ډول کونسل جوړولی شي".

شهاب الدين زياته "په سپريم کونسل کې د مولانا صېب د ګوند عهده دار ناست دي دې کونسل ته اهميت ورکول يا نورې خبرې رامنځته کول دا د حکومت او مولانا فضل الرحمان هغه خنډان او ضد دی" چې د فاټا اصلاحاتو مينځ ته یې راکش کوي.

د د وزيراعظم سره د فاټا سپريم کونسل په نوم ډلې د جرګې ناسته چې بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلې د خبرو اترو د لړۍ په دوامداره ساتلو يې اتفاق کړی دی. او ياد کونسل وزيراعظم ته ويلي د فاټا اولس په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدل نه غواړي بلکې ځانله پېژندګلو غواړي.

وزيراعظم سره د ليدنې وروستو بریګيډئير (ر) نذير خبريالانو ته ویلي د حکومت او فاټا د مشرانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. هغه وويل وزيراعظم سره يې تفصيلې خبرې وشوې خو اختلافات په ځای دي.

د وزيراعظم مشير بېرسټر ظفرالله وويل، د ۷۰ کالو مسله په اووه منټه (دقيقو) کې نشي هوارېدی. هغه وويل قبايلي مشرانو خپل تحفظات وزيراعظم ته وړاندې کړي او حکومت په روغه جوړه دغه مسله هوارول غواړي.

هغه دا هم ويلي، اصل هدف د فاټا قامي چوکاټ ته راوستل دي په فاټا د سرتاج عزيز په مشرۍ کمېټۍ خپل دريځ ورکړی او په موجوده حالاتو کې قامي اسمبلۍ ته د فاټا اصلاحاتو مسوده وړاندې کول ګران دي.

شهاب الدين وايي بايد " حکومت د سرتاج عزيز د کمېټۍ د سپارښتنو دفاع وکړي ځکه چې دا د حکومت جوړه کميټي وه".

د سرتاج عزیز په مشرۍ جوړې کمېټۍ د فاټا اصلاحاتو په اړوند حکومت ته خپلو سپارښتنو کې ويلي ؤ چې د سيمې زياتره خلک غواړي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل شي.

بل لور ته فاټا سپريم کونسل د خپلو غوښتنو نه منلو په سر په ۳۰م دسمبر د احتجاج اعلان کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر خورشيد شاه ويلي چې څو پورې د اسمبلۍ د غونډې په ايجنډا کې د فاټا اصلاحات نه وي راوستل شوي دوي به په غونډه کې نه کښېني.

په سېنېټ کې هم اپوزيشن غړو په دې احتجاج کړی چې ولې قومي اسمبلۍ ته د اصلاحاتو قانوني مسوده نه وړاندې کيږي.

د سېنېټر شبلې فراز په خبره د سېفران وزیر عبدالقادر بلوچ ويلي حکومت د اصلاحاتو په لار کې خنډ نه دی او په دې خبره بايد سياست ونشي.

سېنېټرشبلي فراز ويلي حکومت سنجيده نه دی چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

په تېر دوه ورځو کې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه هم د فاټا اصلاحاتو په اړوند د مولانا فضل الرحمان سره ليده کاته کړي خو مولانا يې د خپل دريځ څخه نه دی اړولی.

مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ وايي د فاټا د راتلونکې فېصله دې د سيمې د خلکو په خوښه وشي په فاټا کې دې د دې خبرې دپاره رېفرنډم وشي.

خو د دغو مشرانو نه علاوه د ملک نور ټول سياسي ګوندونه او خپله د فاټا زياتره پارلیماني غړي وايي فاټا دې په سمدستي ډول خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي اېف سي ار دې ختم کړی شي او فاټا ته دې د سپريم کورټ او پېښور هايي کورټ غځولو سره په اېن اېف سي اېوارډ کې خپله پوره برخه ورکړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG