لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل د فاټا په خېبرپښتونخوا کې په ورګډولو اعتراض نه لري


پېښور کې د افغانستان قونصلر جنرال محمد معين مرستيال د چهارشنبې (شورو) په ورځ پېښور پرېس کلب کې د يوې خبري غونډې ته وېنا کړې ده.
پېښور کې د افغانستان قونصلر جنرال محمد معين مرستيال د چهارشنبې (شورو) په ورځ پېښور پرېس کلب کې د يوې خبري غونډې ته وېنا کړې ده.

پېښور کې د افغانستان قونصلر جنرال ويلي د کابل "حکومت د فاټا په خېبرپښتونخوا کې په ورګډولو اعتراض نه لري خو د سيمې د استوګنو څخه دې د سيمې په اړوند د پرېکړې کولو وړاندې رایې واخستی شي".

پېښور کې د افغانستان قونصلر جنرال محمد معين مرستيال دغه خبره د چهارشنبې (شورو) په ورځ پېښور پرېس کلب کې د يوې خبري غونډې په مهال کړې ده.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو باندې افغانستان څه دريځ لري؟ مرستیال په ځواب کې ويلي کابل په دغه اړوند کوم تحفظات نه لري خو د سیمې د راتلونکې په اړوند د غټې پرېکړې کولو وړاندې دې د سيمې د استوګنو نه رایې واخستل شي.

د قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو په اړوند له دې وړاندې د افغانستان د حکومت لخوا کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو نزدې لس ورځې وړاندې د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزي په قامي اسمبلۍ کې د فاټا اصلاحاتو په اړوند وېنا کې ويلي ؤ،

"چې په کال ۱۹۲۱م کې کله د هغه وخت افغان باچا امير امان الله خان سره انګرېزانو د ډېورنډ تړون کولو په راولپنډۍ کې، په هغې کې اميرامان الله خان او انګرېز په دې خبره صلاح دي چې په مونږ کې څوک هم په قبايلي علاقو کې پوځي عمليات کوو اول به يو بل خبرؤ".

ښاغلي اچکزۍ ويلي، "تاسو (پاکستان) وزیرستان ته دننه ورغلی يې په دې باندې زه خبرداری درکوم، دا نازکه مسله ده په دې کابل افغانستان شکايت کولی شي".

نوموړي دا هم ويلي ؤ چې د ۱۹۳۵ اېکټ په ۳۱۱ ماده کې ويل شوي چې دا ازاد خلک دي.

له دې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي ؤ چې که کابل په فاټا اعتراض لرلی نو له دې وړاندې ورسره د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ځينې سيمې هم په پوله پرتې دي په هغې به يې اعتراض کړی وی.

پښتونخوا مېپ او د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې په اړوند دې د سيمې د خلکو نه د رېفرنډم د لارې په پوښتنه وکړی شي.

خو بل لور ته د سيمې زياتره منتخب استازي، استوګن او نور ټول سياسي ګوندونه غواړي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

ښاغلي مرستيال خبري غونډې ته په وېنا کې د افغانستان او پاکستان په اړيکو هم خبرې کړي چې بايد دواړه هېوادونه د تجارت، تعلیم، کلتور او ټرانسپورټ ترڅنګ په نورو برخو کې د سياسي لارې خپلې اړيکې ښې کړي.

نوموړي ويلي چې افغانستان به کله هم د پاکستان په ګډون د چا په ضد هم خپله خاوره کارېدو ته نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG