لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره بګټي: په ډزو او چاؤدنه کې اووه تنه وژل شوي


د امنيتي چارواکو په وېنا د ليويز او پوليس سرتيري موقعې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.
د امنيتي چارواکو په وېنا د ليويز او پوليس سرتيري موقعې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.

د پاکستان ناقراره صوبې بلوچستان په ډېره بګټي ضلع کې د ډزو او ماين چاؤدنې په پېښه کې لږ ترلږ اووه تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي نن د پنجشنبې (زيارت) په سهار د ډېره بګټي ضلعې په ټوبه نوحکاني علاقه کې نامالومو وسله والو د ګُجر نومې تن په کور ډزې کړي چې له امله يې د هغه د دوه ښځو، او درې ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سرچينو ترمخه د ډزو په پېښه کې چې ژوبل کسان روغتون ته وړل کېده په هغو باندې ماين چاؤدنه شوې او بل يو تن پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وېنا د ليويز او پوليس سرتيري موقعې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.

د پېښې په اړوند په سمدستي ډول نه ده مالومه شوې چې په شا يې علت څه دی.

د بلوچستان صوبې ډېره بګټي ضلع د اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار پاتې شوې ده.

د چارواکو د امنيتي ادعاؤ چې په صوبه کې بدامني قابو کړی شوې، باوجود دغلته په وروستيو کې يو ځل بيا د بدامنۍ او ترهګرۍ لړۍ سېوا شوې ده.

پينځه ورځې وړاندې د صوبې په مرکز کوټه کې په زرغون روډ باندې يو ګرجاګر يا چرچ باندې ځانمرګي برید کې د درېو ښځو په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.

د نومبر په میاشت کې په يوه چاؤدنه او دوه بريدونو کې د دوه لوړ پوړو پوليس چارواکو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG