لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامريکا مرستيال صدر پاکستان ته خبرداری، ترهګروته د اډو ورکولو ورځې لاړې


د زیارت، پنجشنبې په ماښام د باګرام په پوځي اډه امریکايي سرتېرو سره ليدلي دي.

د امريکا مرستيال صدر مايک پنس د افغانستان د ناڅاپي سفر په مهال ويلي، "پاکستان د اوږدې مودې پورې طالبانو او نورو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکړي خو دغه ورځې نورې لاړې".

د زیارت، پنجشنبې په ماښام د باګرام په پوځي اډه امریکايي سرتېرو ته په وېنا کې نوموړي وويل، " صدر ټرمپ خبرداری ورکړی که پاکستان د امريکې سره همکاري نه کوي، او څنګ چې صدر ټرمپ وايي زه هم وايم پاکستان به د ترهرګرو او جنايت کارو په ساتلو ډېر څه د لاسه ورکړي".

د امریکا مرستیال صدر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړې ملي امنيتي تګلاره کې يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي، خپلې هڅې سېوا کړي او د امريکا مرسته وکړي.

نوموړي ويلي ؤ امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي بايد پاکستان د ترهګرو په ضد عمليات وکړي.

صدر ټرمپ د اګست په میاشت کې هم د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي. خو پاکستان وايي په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي.

د باګرام په هوايي اډه د پوځي سرتېرو سره د ليدو وروستو مرستيال صدر پنس کابل ته تلی او صدر اشرف غني سره یې ليدلي دي.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه اشرف غني او پېنس په ليدنه کې " ۲۰۱۷ کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي برخې د پرمختګ او د نشه یي توکو پر ضد د هدفي مبارزې په برخو کې له لاسته راوړنو ډک کال وارزاوه او پر وخت یې د پارليماني او ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ".

ښاغلي اشرف غني په دې کتنه کې وویل، "د افغانستان او امریکا اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي".

ښاغلي غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات پرځای کېدو په برخه کې مهمه موقع وبلله او په عملي کېدو یې ټينګار وکړو.

د امریکا مرستیال صدر پېنس په تود هرکلي د افغان مشرانو په مننې سره وویل: " امریکا به تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وي او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې د پراختيا سره دوام ولري".

د ارګ ترمخه مایک پېنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغانستان حکومت پرمختګونه وستایل.

XS
SM
MD
LG