لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشیربلور زړه ورتېا نن هم یاديږي


هغه پارلیمان کې په ترهګرو غږ کړی ؤ چې ستاسو ګولۍ به ختمې شي خو زمونږ سینې به نه ختمیږي
هغه پارلیمان کې په ترهګرو غږ کړی ؤ چې ستاسو ګولۍ به ختمې شي خو زمونږ سینې به نه ختمیږي

ارواښاد بشیر احمد بلور پښتون قامي یا پارلیماني سیاست کې خپله ځانګړې پیژندګلو ضرور لري خو کومه پیژندګلو چې هغه پخپله زړورتیا دخپل مرګ نه وروستو پیدا کړې ده دهغې اعتراف دبشیربلور سخت سیاسي مخالفین هم په واز کومي کوي.

په ۲۲م دسمبرکال ۲۰۱٢ کې دقیصه خوانۍ بازار تر شا یوه تنګه محله کې بشیر بلور په یو ځانمرګي برید کې د۶۹ کالو په عمر کې وژل شوی ؤ.

هغه مهال ښاغلی بلور خیبرپښتونخوا صوبه کې دعوامي نیشنل ګوند په حکومت کې دسنئیر وزیر په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې.

دبشیر بلور دمشهورو وینا ګانو څخه یوه وینا دا ډیره مقبوله ده چې په پارلیمان کې یې ترهګر چیلنج کړي وؤ "ستاسو ګولۍ به ختمې شي خو زمونږ سینې به ختمې نه شي

نن دبشیر بلور د مړینې پینځم تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي چې خیبرپښتونخوا صوبه لکه دتیر په څیر د ترهګرۍ سره مخ ده.

دارواښاد بشیر احمد بلور مشر ورور اؤ قامي اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر غلام احمد بلور وایي د رور په مړینه یې د کورنۍ ملا ماته شوې ده خو خوشحاله په دې دی چې هغه په داسې وخت کې دخپل قام دپاره قرباني ورکړه چې هغه وخت ډیر خلک دترهګرو له ویرې په ګوټونو ننوتي وؤ.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې حاجي بلور ویلي هغه خپل یک یو زوئ شبیربلور هم دپښتون سیاست په ډګر کې بائللی خو دبشیربلور مړینه بیا ډیر دروند غم ځکه ؤ چې هغه دپښتنو دپاره د رڼا لارو فکر لرلو اؤ دخپل دغه مرام دپاره ورته خپل ژوند هیڅ ارزښت نه لرلو.

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین دچا یک یو زوئ چې هم ترهګرو وژلی ، وایي دبشیر بلور غوندې زړور سیاسي مشران په پیړیو کې چرته په نصیب پیدا کیږي.

ډیوه ویب پاڼې ته ښاغلي افتخارحسین ویلي “زمونږ دحکومت په دور کې ترهګرو زور لګولی ؤ چې هرهغه غږ خاموش کړي چې دامن اؤ پښتنو د ودانۍ خبره کوي، خو بشیربلور دترهګرو مخې ته لکه د زمري ولاړ ؤ اؤ ښه په جار یې نه یوازې دامن غږ پورته کولو بلکې دپښتنو دبیدارۍ مبارزه یې هم په وړاندې وړله.

هغه وویل بشیر بلور د زړه نه پاک سړی ؤ، دیوې ژبې پښتون ؤ اؤ که سر به یې هم تلو خو دحق خبرې څخه نه پشا کیدو همدغه وجه ده چې دمرګ نه وروسته ورسره دپښتنو مینه نوره هم ډیره شوه.

شخصي اؤ سیاسي ژوند

بشيراحمدبلور په کال 1943م کې داگست په لمړۍ نيټه دپاکستان په دخيبرپښتونخوا سرښار پیښور کې دحاجي بلور دین په کور کې زيږيدلى ؤ.

هغه په قانون کې دبيچلرز ډګري په لاس کې لرله،

دپيښور دهائيکورټ بار دغړي اؤ دیو وکيل په توگه یې هم ذمه وارۍ ترسره کړې وې

دکال 1970م څخه دعوامي نيشنل پارټۍ دپليټ فارم څخه يې په فعاله سياست کې برخه اخسته.

دکال 2008م په ټولټاکنو کې بشيراحمدبلور دڅلورو زرو څخه دزياتو رائیو په ترلاسه کولو سره دپيښور دپي ايف – دريمې حلقې څخه دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ،

دصوبائي اسمبلۍ دغړي په توگه ددغه حلقې څخه بشيراحمدبلور پرله پسې پنځه کرته بریالی شوی ؤ او دعوامي نيشنل پارټۍ دسينئر صوبائي وزير په توگه هغه په څلورم ځل سوگند اخستى ؤ.

بشيراحمدبلور دپارټۍ دصوبائي صدر په توگه هم خدمات ترسره کړي وؤ.

په بشیر بلور شوي بریدونه

په ارواښاد بشير احمدبلور کال 2009م کې په 11م مارچ دپيښور په مالګو منډهۍ کې دنامعلومو وسله والو له لوري بريد شوى ؤ ، خو هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ؤ.

ددغه بريد په مهال لمړى دوؤ ځانمرگي بريد کوونکو په بشیر بلور ډزې کړې وې او وروستو يې په ځان پسي دتړلو بارودو له لارې چاؤدنې کړې وې چې پکې ددوؤ ښځو پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي وؤ.

ددغه بريد په وخت بشيراحمدبلور پخپله حلقه سرکي گيټ سيمه کې ديو سړک دپرانستې دستوره کې دګډون کولو وروستو خپل کور ته روان وؤ چې دوؤ وسله والو دهغه په گاډي ډزې کړې وې ،

په يو کور کې دننه په ناستو ښځو يې لاسي بم غورځولى ؤ چې له امله يې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوى ؤ، وروستو دغو ځانمرگي بريد کوونکو ځانونه هم الوځولي وؤ.

په ارواښاد بشيربلور ترسره شوؤ دريوؤ بريدونو کې دوهم ستر بريد دکال 2008م په 12م نومبرهم دپيښور په قيوم سټيډيم کې ترسره شوى ؤ چې دغه هم يو ځانمرگي بريد ؤ او هغه ترې ژوندى وتلى ؤ.

خو په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي او 9نور ژوبل شوي وؤ.

بشيراحمدبلور دخيبرپښتونخوا دحکومت په کابينه کې دپارټۍ په کچ تر ټولو سينئر گڼل کيدو .

په بشیر بلور د شوي ځانمرگي بريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.

طالبانو دمخه دمشر صوبائي وزير ښاغلي بلور دوژلو ګواښ کړى ؤ او استخباراتي ادارو هم څو ، څو کرته دهغه دوژنې گواښونو ته اشاره کړې وه ،

خو ددې باوجود ښاغلى بلور به اکثره داولس په مينځ کې اوسيدو او که کله به په صوبه کې کومه بمي چاؤدنه يا بله بده پيښه رامينځته شوه نو ښاغلي بلور به ددغې پيښې ځايې ته دټولو ګواښونو باوجود په لمړي فرصت کې دځان رسولو هڅه کوله.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG