لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې زيات داعشيان پاکستاني، ازبک، تاجک او چېچن دي


د دفاع وزارت ويلي چې د هېواد په شمالي برخو کې د داعش د تندلارو وسله والو شمېره کمه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي په هېوا کې د داعش په زیاترو تندلارو وسله والو کې د پاکستان سره تعلق لرونکي افریدي، اورکزي او تاجک، ازبک او چېچن شامل دي.

د طلوع نيوز ترمخه د افغانستان د کورنو چارو وزير وېس احمدبرمک د يکشنبې، اتوار په ورځ ويلي داسې هيڅ ثبوت نشته چې هيلي کاپټرې د داعش يا نورو تندلارو ته وسلې رسوي، خو نوموړي په هېواد کې د داعش په شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دفاع وزارت ويلي چې د هېواد په شمالي برخو کې د داعش د تندلارو وسله والو شمېره کمه ده.

افغان چارواکو دغه خبرې په افغانستان کې د روسي صدر د ځانګړي استازي ضميرکوبلووف د هغه بيان په غبرګون کې کړې چې پکې نوموړي ویلي ؤ افغانستان کې داعش ۱۰زره تندلاري لري چې زيات یې په شمالي برخو کې دي او هغه تور لګولی ؤ داسې هيلي کاپټرې چې پېژندګلو يې نه کيږي دا تندلاري انتقالوي او دوي ته وسله رسوي.

د دفاع وزارت ويلي افغانستان کې د داعش مشري پاکستاني کوي چې زياتره یې د اپريدو او اورکزو قبايلو سره دی او دوي سره نور تندلاري د تاجکستان، ازبکستان او چېچنيا دي.

برمک ويلي، "داسې هيڅ ثبوت ورته په لاس نه دی ورغلی چې ثابته کړي چې مخالفه تندلارو ته يې هيلي کاپټرې وسله رسوي، مونږ د دفاع وزارت او ملي امنيتي ادارې سره په ګډه په دغه اړوند کار کړی دی خو څه مو نه دي مالوم کړي".

کوبلووف ويلي ؤ، "روس به لمړی هېواد وي چې په افغانستان کې د داعش په راولاړېدو خبرداری ورکوي، داعش په وروستیو کې دغلته خپل قوت سېوا کړی او زمونږ د اټکل ترمخه په افعانستان کې د داعش تندلارو شمېره ۱۰ زرو ته رسېدلې او نوره سېوا کيږي او دوي د شام او عراق نه راروان دي".

ځينې افغان چارواکو هم ويلي چې په نړيواله کچه که څوک کومه خبره کوي بې د کوم ثبوت يې نشي کولی.

او د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې مشر هلال الدين هلال ويلي، " د جوزجان په درزاب او فارياب ولسواليو کې د ازبکستان، تاجکستان او چيچنيا وګړي د داعش په تدلارو وسله والو کې شامل دي".

خو بل لور ته په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونه تور لګوي چې روس په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي.

داعش په کال ۲۰۱۵م کې ختيځ افغانستان کې سر راپورته کړی او د امريکايي شمېرو ترمخه ۳۰۰۰ تندلاري ورسره وو.

XS
SM
MD
LG