لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بېنظيربټو د وژنې ګټه اصف زرداري ته شوې، پروېزمشرف


پروېزمشرف په خپلو خبرو کې ويلي خلک زما د بيرته راتلو نه په ويره کې دي،

د پاکستان پخواني پوځي صدر پروېزمشرف ويلي بلاول بټو زرداري په هغه د خپلې مور د وژنې تورونه لګولي خو "ثبوت دې راوړي"، هغه ويلي "بلاول او نوازشريف يو شوي په ما او په پوځ فشار اچول غواړي".

د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ د خپلې وژل شوې مور پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو د لسم تلين په مهال ويلي د مور قاتل يې پروېزمشرف دی، هغه په ګړي خدابخش کې راجوړې جلسې ته په وېنا کې د "قاتل قاتل مشرف قاتل" نعرې وهلې وې.

پروېزمشرف په يو ويډيو بيان کې ويلي "بلاول دې د ماشومانو په رنګ تورونه نه لګوي ثبوت دې مخې ته راوړي، د بېنظيربټو سيکیورټي زما زمه واري نه وه، حکومت ورله سيکيورټي ورکړې وه او که هغې د ګاډي نه سر نه بهر کولی هیڅ ورله نه کېدل، هغې ته درې ځله ټیليفون چا کړی ؤ".

پروېزمشرف ویلي، "امريکې غوښتل چې زه صدر پاتې شم، د بي بي سره زما تړون ؤ او ګټه خو اصف زرداري ته شوې چې د بلاول پلار دی، زرداري جعلي وصيت نامه راوړې د بي بي په پارټۍ او دولت يې قبضه کړې ده، بلاول د پلار د ویرې زما په ضد نعرې وهي".

پخواني پوځي صدر مشرف له دې وړاندې هم دغه ډول تور لګولی ؤ چې د بېنظيربټو د وژنې زياته ګټه اصف زرداري ته شوې ده، خو مخکني صدر اصف زرداري ويلي که پروېزمشرف تورزن وي ملک ته دې بيرته راشي او مقدمو ته دې مخامخ شي.

مشرف چې دا وخت د ملک نه بهر دی عدالت د روان کال اګست په میاشت کې د بېنظيربټو د وژنې د مقدمې فېصله اورولې او پروېزمشرف يې پکې اشتهاري ګرځولی ؤ. پروېزمشرف باندې د ملک د ائين ماتولو مقدمه هم روانه ده.

پروېزمشرف په خپلو خبرو کې ويلي خلک زما د بيرته راتلو نه په ويره کې دي، په خپل وخت به ملک ته بيرته راځم او عدالتونو ته به مخامخ کیږم.

XS
SM
MD
LG