لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسف: په جګړه ځپلو سیمو کې ماشومان خوندي نه دي


د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو اداره یا یونسیف وايي د هغو ماشومانو لپاره هیڅ خوندي ځای نه شته چې په جګړه کې بند پاتې دي.

د یونیسف لخوا په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې په ماشومانو باندې د هغوي په کورونو، ښونځیو او د لوبو په میدانونو کې بریدونه شویدي.

یونسیف وايي، په ماشومانو باندې بریدونه او د هغوي په وړاندې تاوتریخوالی د نړیوالو منل شویو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

په دغه راپور کې د هغو ماشومانو یادونه شوېده، چې په ټوله نړۍ کې د شخړو له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوي لکه په افریقا، منځني ختیځ، اسیا، او حتي په اروپا او ختیځ یوکراین کې.

د یونسیف په راپور کې دا هم راغلي دي، چې په ماشومانو باندې قصدي بریدونه شویدي، د انساني ډال په توګه ترې کار اخیستل شوی، وژل شوي، ټپي شوي او حتی په جګړو کې کمارل شویدي.

د یونسیف راپور زیاتوي، چې حتی په ماشومانو جنسي تیري شوي، په زوره واده شوي، تښتول شوي او سختو کارونو ته اړ ایستل شویدي چې ماشومان يې په فزیکي او ذهني توګه سخت ځپلي دي.

پدغه راپور کې ویل شویدي، چې د مرکزي افریقا کې د ماشومانو په وړاندې ډرامټیک تاوتریخوالی روان دی چې پکې وژل کیږي، جنسي تیری پرې کیږي، تښتول کیږي او حتی د ښکېلو غاړو لخوا په جګړه کې ګمارل کیږي.

راپور زیاتوي، چې په کانګو کې اته نیم لکه ماشومان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل شویدي او تر ۱۹۰۰۰ زیات یې د جنوبي سوډان په جګړو کې د سرتیرو په توګه ګمارل شویدي.

د یونسیف په راپور کې دا هم راغلي دي، چې لږ تر لږه ۱۳۵ ماشومان په جنوبي سوډان، ناجیریا او کمیرون کې په ځان وژونکو بریدونو کې هم کارول شویدي.

یونیسف خپل راپور پدې رانغښتی، چې ماشومان وژل شوي، ټپي شوي، له خوراکي توکو او اوبو محروم شوي تر دې چې په خوارځواکۍ یا سو تغذي، ډول ډول نورو ناورغیو او روحي ضربې یا ټروما سره مخامخ شویدي.

راپور وايي، د ماشومانو په وړاندې دغه ډول تاوتریخوالی په افغانستان، عراق، سوریې، یمن او په جګړه کې په یو شمېر نورو ښکیلو هېوادونو کې ترسره شویدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG