لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دخپلواک بلوچستان شعارونه تر امریکا رسیدلي


دبلوڅو نړیوال سازمان دنیویارک په ټائمز څلور لاري دخپلواکه بلوچستان شعارونه لګولي

په لندن اؤ جنیوا کې په ټیکسي موټرو د خپلواکه بلوچستان داعلانونو لګول کیدو وروسته اوس دغه لړۍ تر امریکا رسیدلې .

دبلوڅو نړیوال سازمان دټیکسیانو ترڅنګ دنیویارک په ټائمزڅلور لاري کې هم دخپلواکه بلوچستان اعلانونه لګولي دي.

له دې وړاندې دبرتانیې په پلازمینه لندن اؤ دسوئټزر لینډ په جینوا ښار کې هم په ټیکسي موټرو د خپلواکه بلوچستان شعارونه لګول شوي وؤ‌ چې په هغې پاکستان دبرتانیې اؤ سوئټزرلینډ حکومتونو ته سخت احتجاج کړی ؤ.

اوس چې دلندن اؤ جینوا نه وروسته دبلوڅو نړیوال سازمان دنیویارک په ټائمز څلور لاري دخپلواکه بلوچستان شعارونه لګولي وایي له دې لارې غواړي دامریکا خلک دبلوچستان اولس سره دکیدونکو زیاتیو نه خبر کړي.

دبلوڅو نړیوالې ادارې پخپله ویب پاڼه لیکلي چې دټائمز څلور لاري ترڅنګ یې په ۱۰۰ؤ ټیکسي موټرو دخپلواکه بلوچستان شعارونه لګولي .

په اعلانونو کې پاکستان بلوچستان کې د بشري حقونو په سرغړونه تورن کړل شوی دی.

همداراز د سي پېک (چین-پاکستان اقتصادي لار) پر ضد هم شعارونه لګول شوي دي. دوی وايي چې د دغې پروژې موخه د بلوچستان لوټل او تالا کول دي.

دغه اعلانونه چې د هند او پاکستان د قونصلګریو شاوخوا لګول شوي، په کې غوښتل شوي چې بلوچستان کې د پاکستاني پوځ د سرغړونو پر ضد غږ پورته کړئ.

بلوچستان د رقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ دپاکستان ترټولو ستره صوبه ده اؤ دامهال دغلته یو شمیر یاغي تحریکونو د خپلواک بلوچستان دپاره سر راپورته کړی دی.

دبلوچستان ملت پاله اړخونه تور لګوي چې په هیواد کې ورسره دمیرې مور په څیر چلند روان دی اؤ ددوئ دصوبې په ټولو قدرتي وسیلو لویې صوبې پنجاب خیټه اچولې ده.

دوئ دا تور هم لګوي چې کله دبلوڅانو دحق دپاره څوک غږ پورته کوي نو دهیواد استخباراتي ادارې هغوئ پورته کوي اؤ یا خو یې وژني اؤ یا یې هم زوروي

XS
SM
MD
LG