لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال ۲۰۱۷ کې دپښتو کومې سندرې زیات شهرت وموندو ؟


پښتو سندرې
پښتو سندرې

تاسو به په کال ۲۰۱۷م کې دپښتو ډیرې سندرې اوریدلي وي خو ایا تر دې دمه مو پخپل ذهن کې فیصله کړې ده چې په دې کال کې دپښتو تر ټولو مهشوره سندره کومه یوه وه؟

یقیناً چې نه به مو کړي ځکه چې پښتو نه خو دومره وړه ژبه ده اؤ نه دومره کم سندرغاړي لري چې بنده دې دهغوئ سندرو کې دغوره انتخاب په اسانه وکړی شي.

بیا دسندرې دپاره په پښتنو کې دهرچا خپل،خپل ذوق هم دي، لکه دپوهه ، لوستو خلکو، شاعرانو اؤ ادیبانو دپاره به دهارون باچا سندرې دپیغام اؤ معیاري موسیقۍ په حواله زیات ارزښت لري خو دګل پاڼې اؤ نازیه اقبال اوریدو ته به هډو تیار نه وي.

همدغه شان دعام اولس دپاره به دګل پاڼې،نازیه اقبال اؤ رحیم شاه سندرې دخوښې وړ وي خو داستاد منګل، هارون باچا اؤ استاد ناشناس دموسیقۍ سره به زیاته علاقه نه لري.

دعوامو اؤ خواصو د ذوق دغه فرق چې څنګه په پښتو ادب کې واضحه دی داسې په سندریزه نړۍ کې هم جوت لیدل کیږي.

په کال ۲۰۱۷م کې که دکرن خان په غږ “څو دانې لونګ راته په جام کې واچوه” ټول کال دخلکو په ژبه زمزمه شوې یاپه ودونو، ښادو اؤ عامو میلسونو کې زیاته اوریدل شوې نو دافغانستان دغزال عنایت په غږ په دوهم ځل ویل شوې دپښتو زړه سندره “مه کوئ مانه تپوسونه “هم خلکو ډیره خوښه کړې اؤ پرله پسې په ټي وي چینلو،راډیو ګانو اؤ ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

دغزال عنایت دغه سندرې دومره شهرت وموندلو چې بیا نورو ډیرو هنرمندانو هم زړې سندرې پخپلو اوازونو کې په نوي طرز وویلي خو زیات ځایې یې ونه نیولو.

په کال۲۰۱۷ کې که هرڅو د وتلې سندرغاړې ګل پاڼې دمینه والو شمیره نوره هم سیوا شوې ده خو په دې یو کال کې دهغې داسې سندره مخې ته نه ده راغلې چې دخلکو لکه د“ یه زما نادان ملنګه “په څیر په یاد پاتې شوي

نازیه اقبال چې هنري مقام یې ټول فنکاران اؤ په فن پوهه خلک مني هم په کال ۲۰۱۷م کې دخپلو مینه والو په توجو راګرځولو کې نه ده بریالۍ شوې اؤ فلمي یا غیرفلمي سندرو یې زیات مقبولیت نه دی ترلاسه کړی.

زلمی سندرغاړی عرفان کمال لکه دتیرکال پشان سږکال هم دخلکو په ذهنونو پاتې شو اؤ یو شمیر داسې سندرې یې وویلي چې نه یوازې مشهورې شوې بلکې نورو فنکارانو هم دغه سندرې وروسته پخپلو اوازونو کې وویلي لکه دا سندره چې” هسې یو خبره ده ، مینه زوروره ده “یا دا چې “ښکلي څومره زورور وي ، خو دسردپاسه سر وي”

د وتلي هنرمند هارون باچا یو البم هم سږکال د” هسې” په نوم ریلیز شوی چې سنجیده طبقه یې دکلامونو دمعیار ستائینه کوي خودغه البم هم لکه دهارون باچا دنورو البمونو په څیر مشهور نه شو.

په روان کال کې د پښتو زیاتو هنرمندانو په پښتونخوا اؤ افغانستان کې خپلې سندرې اؤ البمې دموسیقۍ لمنې ته بخښلي دي اؤ هرچا دغو سندرو نه دخپل ذوق په اساس خوند اخستی خو دا پریکړه پکې بیخي ګرانه ده چې دکال۲۰۱۷م تر ټولو مقبوله سندره کومه یوه وه؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG