د بلوچستان په چمن ښار کې د بارودي موادو دوه چاؤدنو کې د دوه پوليس او يو ملېشې سرتيري په ګډون لږ ترلږه اووه تنه ژوبل شوي دي.
د قلعه عبدالله ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) جاوېد غرشين پخلی کړی چې د ضلعې مرکز چمن د ګڼې ګوڼې په بازار مال روډ باندې د پوليس ضلعي مشر د دفتر دپاره جوړېدونکې ودانۍ کې د چاؤدېدونکو موادو دوه چاؤدنې شوي دي.
د نوموړي په وېنا اول يوه چاؤدنه شوې او چې امنيتي سرتيري او امدادي ټيمونه موقعې ته وررسېدلي نو بله چاؤدنه پرې شوې ده.
پېښه کې ژوبل کسان د چمن سېول روغتون ته وړل شوي دي.
د سېول روغتون مشر ډاکټر اختر لودهي ويلي په ژوبلو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت مرګونی دی.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
چمن د افغانستان سره په لګېدلې پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې وړوکی ښار دی.
چمن کې د بارودي موادو چاؤدنې پاکستان کې د کال ۲۰۱۸م لمړۍ چاؤدنې دي.
په کال ۲۰۱۷م کې د نورپاکستان ترڅنګ بلوچستان صوبه د بدامنۍ سره مخ پاتې شوې د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ترڅنګ پکې په وروستيو کې کوټه کې د عيسايانو ګرجاګر هم د ترهګرو د بريد ښکار شوی ؤ.
بلوچستان کې په تېر کال کې څو لوړ پوړي پوليس چارواکي په ترهګرو بريدونو کې په نخښه کړی شوي دي.
په ترهګرو بريدونو کې د قلعه عبدالله ضلعې د پوليس مشر عبدالله ساجد مومند، ډي ايي جي کميونيکېشن حامد شکيل، اېس پي محمدالياس او اېس پي مبارک شاه وژل شوي وو.