لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په ۲۰۱۷م کې ځانمرګي بريدونه نور سېوا شوي دي


پاکستان کې که څه هم په کال ۲۰۱۷م کې له تېرو دوه کالونو څخه امنيتي وضع ښه شوې ده خو ځانمرګي بريدونه پکې سېوا شوي دي، بلوچستان او قبايلي سيمې بدامنۍ تر ټولو زياتې ځپلي دي.

په پاکستان کې د شخړو او امنيت د څيړنې ادارې (پي ايي سي اېس اېس) د شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۷م کې پاکستان کې ۲۳ ځانمرګي بريدونه شوي چې دغه شمېره په کال ۲۰۱۶م کې ۱۷ او په ۲۰۱۵م کې ۱۸ وه.

د ادارې د شمېرو ترمخه د وسله والو تندلارو په بريدونو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د ۵۸۵ عامو ملکي وګړو ترڅنګ ۵۵۵ تندلاري او ۲۴۷ امنيتي سرتيري وژل شوي او د ترهګرۍ سره اړونده پېښو کې د ۱۵۸۰ ملکي وګړو په ګډون ۱۹۶۵ تنه ژوبل شوي وو.

د راپور ترمخه د تندلارو بريدونه ۱۵ فيصده کم شوي او د وژنو شمېره پکې شپږ فيصده راټيټه شوې ده.

په اسلام اباد کې موقعيت لرونکې اداره چې په پاکستان او اسیا کې شخړې او بدامني څاري ويلي يې دي د وسله والو تندلاروپه ۴۲۰ بريدونو کې د ۵۸۴ عام ملکي وګړي، ۲۲۵ امنيتي سرتېري او ۱۰۳ وسله وال تندلاروي وژل شوي او ۱۸۷۷ ژوبل شوي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې بلوچستان صوبه ترهګرۍ تر ټولو سېوا اغېزمنه کړې ده، د وسله والو تندلارو په ۱۸۳بريدونو کې د ۲۰۸ ملکي وګړو په ګډون ۸۴ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۵۷۲ ژوبل شوي وو.

د څيړنېزې ادارې ترمخه په ټول ملک کې ترسره شوؤ وسله والو بريدونو کې ۴۳فيصده په بلوچستان صوبه کې شوي وو.

امنيتي ځواکونو په بلوچستان کې د وسله والو تندلارو، وران کارو پرضد ۱۳۴ عمليات کړي ۱۱۲ تندلاري يې وژلي او ۶۵۷ يې نيولي وو.

د ادارې ترمخه د وړاندې نه د ترهګرۍ سره مخ قبايلي سیمه فاټا کې که څه هم د وسله والو بريدونه ۱۴ فيصده کم شوي خو د وژنو شمېره ۷۷ فيصده سېوا شوې ده.

د وسله والو ۱۰۲ ريکارډ شوؤ بريدونو کې د ۲۰۶ ملکي وګړو په ګډون ۶۵ امنيتي سرتيري او ۶۸ تندلاري وسله وال وژل شوي او ۶۲۹ ملکي وګړو او ۵۸ امنيتي سرتېرو په ګډون پکې ۸۵۸ تنه ژوبل شوي وو.

فاټا کې په ۵۸ عملياتو کې ۸۴ وسله وال او پينځه امنيتي سرتيري وژل شوي وو.

خېبرپښتونخوا صوبه کې د امنيت وضع ښه شوې، د وسله والو بریدونه ۴۰ فيصده راکم شوي او د وژنو شمېره ۴۷ فيصده راټيټه شوې وه، په ۷۵ تندلارو بريدونو کې د ۴۳ عام ملکي وګړو په ګډون ۳۴ امنیتي سرتېري او ۱۵ تندلاري وژل شوي او ۱۷۵ ژوبل شوي وو.

په ټول ملک کې ترسره شوؤ ۲۳ ځانمرګو بريدونو کې ۱۰ په بلوچستان او شپږ په خېبرپښتونخوا کې ترسره شوي وو.

سندهـ صوبه کې وسله وال بريدونه ۴۰ فيصده کم شوي خو وژنې ۸۴ فيصده سېوا شوي دي. په ۴۰ بریدونو کې د ۹۲ ملکي وګړو په ګډون ۱۷ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۳۰۳ ژوبل شوي دي.

سندهـ کې يو ځانمرګی بريد شوی او د وسله والو په ضد ۹۸ عملیاتو کې ۱۱۰ تندلاري وژل شوي وو.

پنجاب کې بريدونه اووه فيصده سېوا شوي خو وژنې پکې ۳۷ فيصده راټيټې شوي دي، په ۱۵ بريدونو کې ۳۴ ملکي وګړي او ۲۴ امنیتي سرتيري وژل شوي وو. درې ځانمرګي بريدونه شوي او د تندلارو په ضد عملیاتو کې ۱۰۵ وسله وال وژل شوي وو.

پاکستان کې د بدامنۍ دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ملک کې د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد په نوم د ترهګرو، وران کارو او تندلارو په ضد عمليات پېل کړي شوي وو.

که څه هم په ملک کې د ترهګرۍ لړۍ راکمه کړی شوې خو په کال ۲۰۱۴م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروستو د نېشنل اېکشن پلان په نوم د ترهګرو په ضد يوه ۲۰ نکاتي ملي تګلاره جوړه شوې وه په کومه چې تراوسه پورې نيوکې کيږي چې د پوځي عملياتو ترحده عملي شوې خو د مدرسو د اصلاحاتو او تندروه مذهبي لاقانانونه ګرځول شوؤ ډلو په ضد پکې اقدامات بيخي نه دي شوي.

په تېر کال کې په ملک کې په ترسره شوؤ وسله والو بريدونو کې د زیاتو زمه واري د پاکستان طالبانو تحریک، جماعت الاحرار او داعش پکې هم د ځينو بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG