لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا جرګه:ټولټاکنو نه مخکې دې قبائیلي سیمې پښتونخوا کې شامل کړی شی


جماعت اسلامي وایي دخپلې دغه غوښتنې په حق کې به په نهمه جنورۍ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې یو لویې کانفرنس کوي
جماعت اسلامي وایي دخپلې دغه غوښتنې په حق کې به په نهمه جنورۍ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې یو لویې کانفرنس کوي

دمذهبي ګوند جماعت اسلامي لخوا رابلل شوې دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، قبائیلي مشرانو اؤ مدني ټولنې دغړو په جرګه کې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې دکال۲۰۱۸م دټولټاکنو څخه دمخه دې قبائیلي سیمې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي.

جماعت اسلامي وایي دخپلې دغه غوښتنې په حق کې به په نهمه جنورۍ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې یو لویې کانفرنس کوي اؤ دحکومت څخه به غواړي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې دې خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې قبائیلي سیمو ته استازیتوب اؤ په این ایف سي ایوارډ کې خپله برخه ورکړل شي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر حاجي غلام احمد بلور ددغه جرګې په مهال تور لګولی چې حکومت فاټا کې اصلاحات پخپله نه کول غواړي خو دخلکو دنظر نه دځان ویستلو دپاره یې دوه نور سیاسي ګوندونه رامخکې کړي‌ دي.

ددغه جرګې په هکله نور احوال دپيښور نه حمیدالله په دې راپور کې اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG