لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دتندلاریتوب اؤ مذهبي کرکو په ضد قامي اداره جوړیږي


دتندلاریتوب ختمولو دپاره به تر ټولو دمخه ریاست ته پکار وي چې دشخصي ملیشو څخه داستفادې نه لاس واخلي
دتندلاریتوب ختمولو دپاره به تر ټولو دمخه ریاست ته پکار وي چې دشخصي ملیشو څخه داستفادې نه لاس واخلي

پاکستان کې د سخت دريځۍ، په نسلي او مذهبي بنيادونو د اولس د ويشلو دمخنیوي په غرض دقامي اسمبلۍ دکورنیو چارو کمیټې دیو قامي مرکز جوړولو دپاره دقانوني مسودې منظوري ورکړې ده.

دکورنیو چارو کمیټې ته دسخت دریځۍ ضد دغه قامي مرکز دجوړښت په اړه دغه قانوني مسوده دقامي اسمبلۍ ښځینه غړې روبینه خورشید عالم لخوا وړاندې کړل شوې.

روبینه خورشید عالم وایي اوس ددغه مرکز جوړؤل ځکه اړین شوي چې په ګرد هیواد کې نه یوازې ددیني مدرسو طالبان بلکې دعصري اؤ اعلي تعلیمي ادارو محصلین هم په چټکیتا سره دتندلاریتوب لوري ته روان شوي دي.

پاکستاني مطبوعانو د روبینه عالم له خولې لیکلي چې ددغه تجویز کړل شوي مرکز مرام دترهګرۍ په ضد دجوړې کړل شوې ملي تګلارې مرام ترلاسه کول،دسخت دریځۍ، د نسل آؤ مذهبونو په اساس دخلکو ترمینځ دخوریدونکو کرکو مخه هم نیول دي.

دپیښور پوهنتون د انسټي ټیوټ اف پیس اینډ کونفلک سټډیز ډائریکټر ډاکټر جمیل احمد ډیوه راډیو ته ویلي دسخت دریځۍ یو هیواد کې ددائمي امن پځایې کولو دپاره دخپلې کړل شوې سترې ستراتیژۍ یوه وړه برخه وي.

هغه وایي که پاکستان کې ددغه غرض دپاره یوه ځانګړې اداره جوړه شي نو دا به یو ګټور ګام وي.

ډاکټر جمیل احمد ددغې ادارې ارزښت ته دقائلتیا ترڅنګ دا هم وایي چې ترڅو چې دپاکستان ریاست په قامي میډیا پوځ اؤ غیردولتي ټوپکمارو ته دتقویت ورکولو څخه لاس نه وي اخستی اؤ د تخلیقي فن اؤ زغم د ودې ادارو ته یې ځایې نه وي ورکړی ترهغې به سخت دریځي مخ په بره خیژي.

وتلی څیړنګار ډاکټر خادم حسین هم دډاکټر جمیل احمد ددریځ سره اتفاق لري اؤ وایي دتندلاریتوب ختمولو دپاره به تر ټولو دمخه ریاست ته پکار وي چې دشخصي ملیشو څخه داستفادې نه لاس واخلي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ډاکټر خادم حسین وویل هیوادکې دتندروه فکر خوریدل وروسته له هغې پیل شول کله چې ریاست دخپلو ګټو دپاره غیردولتي‌ ملیشو کارؤلو ته لاس واچولو اؤ په ملکي نصاب کې یې دطالبعلمانو دتهذیبي پرمخ ، ازاد سوچ اؤ زغم لاره ونیوله.

هغه وویل که ریاست په حقیقت کې تندروه فکر ختمول غواړي بیا به ورله دشخصي ملیشو څخه داستفادې نه دلاس اخستو ترڅنګ محصلینو ته یوه داسې متبادله بیانیه ورکول وي چې هغه په مکالمه اؤ تنقیدي شعور اډاڼه ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG